
له کډوالۍ راستنو شویو کورنیو ته له د ځمکو څهباندې۳۱ زر نمرې وېشل شوې
د کور او ښار جوړونې وزارت وايي، د دایمي استوګنې کمېټې تر اوسه په ۱۸ ولایتونو کې د تازه راستنو شویو کډوالو لپاره ۳۱ زره او ۲۵ نمرې، پنځه بسوهيي ځمکې وېشلې دي.
په تازه اقدام کې اسلامي امارت د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د نوي استوګنیز ښارګوټي د تفصیلي پلان د لاسلیک او تایید خبر هم ورکړی چې پر بنسټ به یې راستنو شویو ته ۴۶۵۲ نمرې ورکړل شي.
د کور او ښار جوړونې وزارت ویاند، کمال افغان وايي: «زموږ ولایتي تخنیکي کمېټې په بېلابېلو ولایتونو کې پر کار بوختې دي څو امارتي ځمکې تشخیص کړي او د معیاري نمرهکشۍ لپاره لومړني کارونه مخته یوسي، ترڅو دغه ځمکې د لېست له مخې ووېشل شي.»
بلخوا د کور او ښار جوړونې وزیر، نجیبالله حیات حقاني په یوه مرکه کې د امارتي نمرو د وېش او د ودانۍ د اجازې د قانون په اړه ویلي چې د تېر حکومت جوړ شوي ښارګوټي منل شوي دي، خو د امارتي ځمکو اوسېدونکي کولی شي د خپلو کورونو پیسې په قسطونو ورکړي.
ښاغلي حقاني ویلي: «موږ چمتو یو، که دغه کسان د ځمکو د غاصبینو پر ضد دوسیې جوړوي او خپل تاوان غواړي، موږ به یې غوښتنې په عدلي او قضایي ادارو کې واورو او دوسیو ته به یې رسېدنه وکړو. زموږ قضایي ادارې د هغوی په خدمت کې دي او کولی شي له همدې لارې خپل حق له هغو کسانو واخلي چې ځمکې یې پرې پلورلې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې له ۱۴۰۲ لمریز کال راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې او د اسلامي امارت د چارواکو د ورکړل شوو معلوماتو له مخې له پنځو میلیونو څخه زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "له کډوالۍ راستنو شویو کورنیو ته له د ځمکو څهباندې۳۱ زر نمرې وېشل شوې"