
په هرات ښار کې د کورنیو تولیداتو د ودې، پېژندنې او بازارموندنې په موخه د افغان او ایراني تولیداتو ګډ نندارتون جوړ شوی چې د افغان سوداګرو تولیدات په ۹۵ او د ایراني سوداګرو تولیدات پهکې په پنځو غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
د دغه نندارتون جوړوونکی محمد هاشم وهاج وايي، په نندارتون کې د بېلابېلو سکټورونو تولیدات، لکه درمل، طبي توکي، لاسي صنایع، فولادي محصولات او نور کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.
نوموړي وویل: «په دغه نندارتون کې له سلو ډېرې غرفې شته چې طبي محصولات، درمل، کورني تولیدات، لاسي صنایع، فولاد او نور بېلابېل توکي پکې نندارې ته وړاندې شوي دي.»
په همدې حال کې، د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس حکمتالله منصور د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې لپاره د هڅو ډاډ ورکوي.
منصور وویل: «ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې موږ په هېواد دننه او بهر د نندارتونونو جوړولو ته چمتووالی لرو او هڅه کوو چې خپلو کورنیو تولیداتو ته بازارموندنه وکړو.»
بلخوا، یو شمېر افغان او ایراني سوداګر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته هیلهمن دي او وايي، دغه ډول نندارتونونه د تولیداتو په پېژندنه، بازارموندنه او د سوداګریزو همکاریو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
په نندارتون کې ګډونوال ایراني سوداګر مهدي اخلاقيپور وویل: «دغه نندارتونونه له ګاونډي هېواد افغانستان سره د محصولاتو او تولیداتو په تبادله او پېژندنه کې مرسته کولای شي، څو د کرنیزو محصولاتو د تولید په برخه کې ښه فعالیت او اغېزمنتیا رامنځته شي.»
ورته مهال، افغان غرفهلرونکی میرویس عزیزي وايي، د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او په اړه یې د خلکو د پوهاوي لوړولو لپاره ګټور دي.
عزیزي زیاته کړه: «دغه نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د هڅونې لامل کېږي او هېوادوال مو له کورنیو تولیداتو سره اشنا کوي. هغه تولیدات چې دلته یې ګورئ، د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې تولیدېږي.»
له بلې خوا، په هرات کې د خصوصي سکټور استازي د کورنیو تولیداتو وده هیلهبښونکې بولي او وايي، په دغه ولایت کې د صنعتي فابریکو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.
د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالناصر امین وايي، په دغه ولایت کې د صنعتي فعالیتونو د پراختیا ترڅنګ، د نویو فابریکو د پرانیستلو هڅې هم روانې دي.
امین وویل: «زموږ تولیدات ورځ تر بلې زیاتېږي. ډېر ژر به درې سترې فابریکې پرانیستل شي او شل نورې فابریکې هم پرانیستلو ته نږدې دي. د هرات په صنعتي ښارګوټي کې زموږ د فابریکو شمېر ۱۵۰۰ ته رسېدلی دی.»
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس قاضيزاده هم دغه نندارتون د هېواد په سوېل لوېدیځه حوزه کې د کورنیو تولیداتو د پېژندنې لپاره مهم فرصت بولي.
قاضيزاده وویل: «دغه نندارتون د سوېل لوېدیځې حوزې لپاره یو فرصت دی چې خپل تولیدات معرفي کړي. له نېکهمرغه، په دغه نندارتون کې نړیوال ملګري هم راسره ګډون لري.»
افغانستان او ایران د یو بل له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دي او د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ ارزښت شاوخوا څلور میلیارده ډالرو ته رسېږي.
د خصوصي سکټور استازي باور لري چې د دغه ډول ګډو نندارتونونو جوړېدل د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې، د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کېدو او د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره اغېزناک تمامېدای شي.
لومړی نظر وکړئ on "هرات کې د افغان او ایراني تولیداتو ګډ نندارتون جوړ شوی"