
هرات کې د جمعې په ورځ د وژل شویو کسانو د جنازې ډلهييز مراسم
په هرات کې د تېرې جمعې ورځې وسلهوال برید کې د وژل شویو کسانو د جنازې ډلهییز مراسم ترسره شول چې سلګونه کسانو پهکې ګډون کړی او د ترهګرۍ پر ضد یې شعارونه ورکول.
د قربانیانو کورنیو د عدالت او دغه راز یې له اسلامي امارت د یادې پېښې د عاملانو د پیدا کېدو او د خپل عمل په سزا د رسېدو غوښتنه کول.
د دوی له ډلې یو هم عباس عليزاده و چې د کورنۍ یو غړی یې په دې پېښه کې له لاسه ورکړی.
هغه وویل: «موږ له حکومته غواړو چې هغه کسان چې دا ظلم یې کړی، ژر تر ژره ونیسي او د خپلو کړنو سزا ورکړي، څو داسې پېښه بیا په هرات کې تکرار نه شي.»
سید علي صداقت هم ورته خبرې درلودې، هغه وویل: «له اسلامي امارت څخه غواړو چې د هېوادوالو امنیت په ښه توګه تامین کړي او هغه قاتلان او جنایتکاران چې زموږ هېوادوال یې شهیدان کړي، ژر تر ژره تر قانوني تعقیب لاندې ونیسي.»
دوی له امنیتي ادارو غواړي چې په دې برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.
د هرات اوسېدونکی، زلمي رسولي وویل: «ټول قربانیان زما ګاونډیان او دوکانداران وو. دې پېښې پر ما ډېر اغېز کړی او له حکومته غواړم چې عاملان یې پیدا کړي او سزا ورکړي.»
یاده پېښه کې ۱۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
ورته مهال، د پېښې د څېړنې کمېسیون غړی، محمد اکبري وویل: «یو شمېر ټپیان ښه شوي او له روغتونه رخصت شوي دي. تر اوسه ۱۱ شهیدان ثبت شوي او ۱۵ تنه ټپیان دي. هغه شمېرې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي او لوړې ښودل کېږي، د اړوندو کمېسیونونو له خوا نه دي تایید شوي.»
د یادونې ده، چې دغه پېښه د انجیل ولسوالۍ په دهمهري کلې کې رامنځته شوې وه او یاد کسان دغه کلي ته د تفریح لپاره تللي وو.
لومړی نظر وکړئ on "هرات کې د جمعې په ورځ د وژل شویو کسانو د جنازې ډلهييز مراسم"