هېواد کې د نفتي توکو لوړې بیې؛ د پټرولو بیه دوو ورځو کې ۹ افغانۍ لوړه شوې

💬0

هېواد کې د نفتي توکو لوړې بیې؛ د پټرولو بیه دوو ورځو کې ۹ افغانۍ لوړه شوې

د هېواد په بازارونو کې د نفتي توکو لوړو بیو د خلکو او موټرچلوونکو اندېښنې زیاتې کړي دي.

د کابل په بازارونو کې یوازې په دوو ورځو کې د یوه لیټر پټرولو بیه له ۶۶ افغانیو څخه ۷۵ افغانیو ته لوړه شوې چې ۹ افغانۍ زیاتوالی ښيي.

همدارنګه، د یو لیټر ډیزلو بیه هم له ۶۵ څخه ۷۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

وزیر چې کابل ښار کې موټرچلوونکی دی، د بیو د لوړېدو په اړه وویل: «د تېلو بیه لوړه شوې، خو د موټرو کرایې نه دي زیاتې شوې. که کرایه لوړه کړو، مسافر یې نه مني او که په همدې کرایه کار وکړو، زیان وینو.»

یوه بل موټرچلوونکي اجمل وویل: «د تېلو بیې لوړې شوې دي. زموږ غوښتنه له سوداګرو څخه دا ده چې هېواد ته نور نفتي توکي وارد کړي، ترڅو بیې راټیټې شي. پرون د تېلو بیه ۶۵ افغانۍ وه.»

کارپوهان وایي، د اوکراین له لوري د روسیې د نفتو د زېرمو په نښه کېدل، په بازارونو کې د نفتي موادو د عرضې کمښت، او د ۸۰ ډول تېلو د وارداتو بندیز د بیو لوړېدو له مهمو لاملونو څخه دي.

ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخواني رییس، توکل احمدیار وویل: «د نفتي توکو کمښت شته او په ډاډ سره نه شو ویلای چې بیې به تر کومه لوړې شي. ښايي نرخونه یو څه نور هم لوړ شي، خو موږ هڅه کوو چې بیې په خپل اصلي او متعارف حد کې وساتل شي.» 

په ورته وخت کې، نفت او ګازو امارتي شرکت ډاډ ورکوي چې د بیو د لوړېدو د اغېزو د کمولو لپاره هڅې روانې دي.

مسوولین وایي، پر بازارونو څارنه دوام لري او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

د نفتو او ګازو امارتي شرکت ویاند، کوچي یوسف‌زي وویل: «دا شرکت هڅه کوي چې له خپل ټول ظرفیت څخه په ګټې اخیستنې د نفتي توکو د بیو د لوړېدو له امله پر خلکو د اقتصادي فشار د زیاتېدو مخه ونیسي.» 

سره له دې چې په منځني ختیځ کې د جګړو له کمېدو وروسته په نړیوالو بازارونو کې د نفتو او ګازو بیې راټیټې شوې دي، خوپه افغانستان کې برعکس د نفتي توکو بیې لا هم د لوړېدو په حال کې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هېواد کې د نفتي توکو لوړې بیې؛ د پټرولو بیه دوو ورځو کې ۹ افغانۍ لوړه شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*