پر افغانستان د روغتیايي مرستو کمېدلو بد اغېز: یوه بېلګه یې د کندهار میرویس روغتون دی

په کندهار کې د میرویس روغتون دېوالونو ته د ناستو ځینو ناروغانو په لاسونو کې نسخې شړېدلې دي، خو اخیستل شوې نه دي.

ځینې ناروغان مې ولیدل چې د ډاکټر په لیدو بریالي شوي ول، خو د دوا رانیولو ته حیران ول، د درې څلور سوو افغانیو توان یې هم نه درلود.

په افغانستان کې د روغتیايي چوپړونو له کمښته د میلیونونو افغانانو کړاو، له هغه راهیسې لا ډېر شوی چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له روغتونو سره خپلې مرستې درولې دي.

د ا.ا. حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی دغه تشه ډکه کړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې (آی سي آر سي) دا ګام په ۲۰۲۳ کال کې واخیست، خو تر دغه وړاندې یې د پخواني نظام له سقوط وروسته تر دوو کلونو د افغانستان د روغتیا د ډېرې برخې لګښت پرغاړه اخیستی و.

هغه مهال ناروغانو ته دارو درمل هم وړیا ول، خو اوس په کندهار کې ډېر کسان سرټکوي چې “آن یوه ستنه هم له بازاره رانیسي”.

یوه په کې خیر بي بي ده. کونډه ده، څلور اولادونه او د پښتورګو او نري رنځ ناروغي لري. وايي ددغو ناروغیو له امله یې په پښه کې هم درد پیدا شوی. دې وویل ” ډاکتر راته دوا ولیکله خو حیرانه یم چې څنګه یې رانیسم… زوی ته مې وایم چې ولاړ شي کار وکړي خو وايې نه کېږي…له لېوره سره پرته یم. ۱۰۰۰ افغانۍ کرایه ورکوم.”

خیر بي بي راته وویل “که راسره مرسته ونه شي د دوا اخیستو توان نه لرم…نور څه وکړم زه دا درد ټوله شپه زغمم. ټوله شپه مې پښه پېچلې وي.”

د روغتون دېوال ته دوې چادري دارې ښځې ناستې وې. یوه یې نېک بي بي وه او بله یې رنځوره لور وه چې د میرګي ناروغي لري، دوه ماشومان یې شته چې له مېړه سره دي خو دا پر خپلې مور نېک بي بي پاتې ده.

دې وویل ” یو څو ورځې مې لور په میرویس روغتون کې بستره وه. اوس يې خارجه کړې. مشر زوی مې ۱۵ کلن دی. دا لور هم ما ته ناسته ده. خپل سرای نه لرم. په یوه کنډواله کې ناسته یم. نسخه شفاخانې راکړه. ۵۰۰ افغانۍ مې خورزې راکړې، نیمه نسخه دوا مې پرې واخیسته. پنځه زره یوه چا په خیرات کې راکړې دي… پنځو ورځو کې مو څه پاخه کړي نه دي.”

نېک بي بي له روغتونه تمه لري چې د پخوا په شان دې لږترلږه د میرګي دوا وړیا ورکړي. خو په دې نه پوهېږي چې اوس ولې د پخوا په څېر هرڅه وړیا نه دي.

کندهار
د عکس تشریح، خیر بي بي په میرویس روغتون کې د ناروغانو د کړاو نکل کوي

میرویس روغتون څومره وړتیا لري؟

میرویس روغتون ۱۲۰۰ پرسونل لري. ډاکتران یې وايي‌ هره ورځ، دې فقط ۲۰۰ بستریز تخصصي روغتون یوازې او پي ډي پورې اړوند، تر ۲۵۰۰ ډېر ناروغان له بېلابېلو ولایتونو راوستل کېږي. وروستۍ شمېرې ښيي چې بسترونه یې ۶۵۰ ته رسولي.

۱۱ څانګې لري او په ناروغانو کې تر۶۰ سلنه ډېر یې ښځې او ماشومان دي چې جدي، دوامدارې درملنې او ډېری یې بسترېدو ته اړتیا لري.

د ماشومانو خوارځواکۍ څانګې ته د بسترونو تر شمېر ډېر ماشومان راوستل کېږي.

نېکمرغه هغه ناروغۍ ځپلی ماشوم دی چې نازک ژوند ته یې تر نورو ډېر خطر پېښ وي او کټ ور ورسېږي. میندې ورته د کټ په ژۍ د رغېدو په دعاو شپې سبا کوي.

میرویس روغتون کې کابو ۳۰۰ ښځینه کار کوي چې هرو ۲۰ ناروغانو ته یوه ښځینه ډاکتره، او هرو ۳۰ ماشومانو ته یوه ښځینه نرسه رسیدګي کوي.

د ا.ا. په حکومت کې د کندهار د روغتیا مشر ډاکتر ګل محمد عثماني وايي “کله چې آی سي‌آر سي‌مرستې بندې کړې مشرتابه له ځانګړي کوډه د میاشتې ۴۷ میلیون افغانۍ ځانګړې کړې چې تر ۱۰ میاشتو یې دوام وکړ… سږ کال ۲۲۱ میلیون افغانۍ یوازې میرویس روغتون ته منظورې شوې دي.”

کندهار
د عکس تشریح، میرویس روغتون ته تر ۲۵۰۰ ډېر ناروغان له بېلابېلو ولایتونو راوستل کېږي

‘د افغانستان روغتیا سیستم بیا کتنې ته اړتیا لري’

د ښاغلي عثماني په وینا، اوسمهال د ټول هېواد ته کچ یوازې ۱۵۰۰۰ بسترونه شته. په افغانستان کې پر هر یوه کټ په کال کې له ۱۵ تر ۲۰ زرو ډالرو لګښت راځي او د افغانستان نفوس ته په کتو ۲۵ زره اضافي بسترونو ته اړتیا ده.

د ده په وینا د افغانستان روغتیايي‌ سیستم له لومړي سره وقایوي محوره جوړ شوی یعنې له ناروغۍ د مخنیوي پر بنسټ، په داسې حال کې چې باید تشخیصیه محوره وای. نو ځکه تل نړیوالو مرستو ته اړتیا احساسېږي.

د میرویس روغتون مشر ډاکتر امین سنګین وايي د آی سي آر سي د مرستو بندېدلو روغتون وځاپه.

دی زیاتوي، میرویس روغتون د محدودو خلکو او د دې ولایت لپاره جوړ شوی دی خو ورته له ډېرو نورو ولایتونو هم خلک راځي. ډاکتر سنګین وايي د سره صلیب نړېوالې کمېټې د مرستو درېدلو دا ستونزه هم جوړه کړه چې د روغتون کارکوونکو په لږ حکومتي معاش قناعت نه درلود.

د روغتون د مشر په وینا له ټولو ستونزو سره سره یې د روغتون عمده څانګې په ښه ډول فعالې ساتلې دي او “مشرانو ورسره وعده کړې” چې معاشونه به هم لوړ کړي.

کندهار
د عکس تشریح، د میرویس روغتون مشر ډاکتر امین سنګین وايي د آی سي آر سي د مرستو بندېدلو روغتون وځاپه

د سره صلیب نړیوالې کمېټې دريځ

کله چې په د ۲۰۲۳ کال دویمې نیمايي کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له روغتونو سره د مرستې درولو پرېکړه وکړه، خبري رسنیو ته یې لامل د دوی په بودیجه کې کمی ښودلی و.

په کندهار کې د روغتیا مشر ډاکتر عثماني وايي، د دغې کمېټې له چارواکو سره په ناستو کې ورته ویل شوي ول چې آی سي آر سي په جګړه کې له ښکېلو هېوادونو سره مرسته کوي، او اوس په افغانستان کې جګړه روانه نه ده. ښاغلی عثماني وايي د سره صلیب کمېټې چارواکو ورته ویلي ول چې اوس د دوی تمرکز پر اوکراین او فلسطین دی، ځکه چې هلته جګړه روانه ده. آی سي آر سي‌ پخوا هم ویلي‌ول چې “خلکو ته د خدماتو برابرول د چارواکو کار دی”.

اوس چې بي بي سي له آی سي آر سي سره تماس ونیو، دوی نه غوښتل چې د میرویس روغتون په اړه څه ووايي . خو ویاند یې اچېلي بالتازار وویل دوی اوس هم پخپلو یو شمېر فعالیتونو له ثانوي روغتیايي خدماتو فشار کم کړی.

ښاغلي بالتازار زیاته کړه “موږ په ټول افغانستان کې اړمنو ټولنو ته بشري مرستې برابرو. د روغتیا په برخه کې موږ د لومړنۍ روغتیا د ۴۷ مرکزونو ملاتړ کوو چې زموږ د سیمه ییز همکار افغاني سرې میاشتې له خوا پرمخ وړل کېږي. یوازې په ۲۰۲۴ کال کې یې یو میلیون خلکو سره مرسته کړې چې پر ثانوي روغتیايي خدماتو یې فشار کم کړی دی.”

کندهار
د عکس تشریح، د آی سي آر سي ویاند اچېلي بالتازار

راضي او ناراضي

ګڼ شمېر ناروغان په کندهار کې شخصي روغتونونو ته هم ورځي. یا دا چې له میرویس روغتونه د باندې بل ځای د معاینانو لپاره شخصي روغتونونو ته استول کېږي. خو ګڼ شمېر د میرویس روغتون له خوا تشخیص ته ترجېح ورکوي.

جامه دار له هلمنده راغلی، نیم بدن یې فلج شوی، په آسانه ساه نشي اخیستی او سر یې دوامداره درد کوي. ده وویل، خلکو ورته ویلي چې دا ښه شفاخانه ده.

که څه هم جامه دار د میرویس روغتون ډاکټرانو لیدلی و خو د سر عکس یې شخصي روغتون کې په ۳۰۰۰ افغانیو اخیستی و. د دوا یوه کڅوڼه ورسره وه چې ۶۰۰۰ افغانۍ شوې وې. خورا ډېرې پیسې یې لګېدلې وې خو لا هم د څوومې ورځې لپاره د روغتون په مخکې ناست و او منتظر و چې ډاکتران یې غمه وخوري. په داسې حال کې چې د خبرو توان په کې نه و، ویې ویل “ژر یوه دوا یا پیچکارۍ را ولګوي چې هوسا سم، ډېر په عذاب یم.”

له روغتونه د باندې د یو شمېر ناراضي او راضي ناروغانو پایوازانو زړونه ډک ول او راباندې رامات شول. څو کسانو د روغتون د کارکوونکو او ډاکټرانو له سخت او د دوی په وینا بې باکه چلنده شکایت وکړ او دا چې له ناروغانو سره زورزیاتی کوي.

یو شمېر نورو بیا ګیله کوله چې د ناروغانو د وضعیت په اړه سم معلومات نه ورکول کېږي چې ستونزه څه ده، دوی څه کولی شي کنه. د شکایت کوونکو په وینا د معلوماتو په نشتوالي کې دوی هېڅ پرېکړه نه شي کولی چې خپل ناروغ پرېږدي که بل ځای یې بوځي.

بل لور ته داسې راضي خلک هم ولاړ ول چې له روغتون او د پرسونل له چلنده بېخي خوښ ول.

کندهر
د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې به سلګونه زره ماشومان له خوارځواکۍ کړیږي

راتلونکې به څنګه شي؟

له نړیوالې مرستې پرته د عامو خلکو ستونزو ته حتا نسبي ځواب ویل هم ګران ښکاري.

د کندهار روغتیا مشر وايي له آی سي آر سي سره خبرې روانې دي چې که وکړای شي مرستې بېرته پیل کړي.

د روغتون مشر هم د سره صلیب له نړیوالې کمېټې غواړي خپلې مرستې بېرته پیل کړي. د ده په وینا که افغانستان کې اوس جګړه روانه نه ده نورې پېښې او ناروغۍ ډېرې دي. ښاغلي سنګین زیاته کړه “ضرور نه دی چې په یوه ځای کې دې واقعات ډېر وي، په دې سیمه کې تراما (له پېښو سره تړلې روغتیايي مسلې) ډېره ده او نظر د دوی (آی سي آر سي) تګلارې ته باید دوی مرسته وکړي.”

ډاکټر عثماني بیا وايي د دې کال تر پایه به معاشونه، تخنیکي او تشخیصي وسایل د پخوا په شان شي.

هغه وویل “یوه طرحه او پلان ورته لرو.‌ یو پولي کلینیک مو ورته په پام کې نیولی دی چې ابتدايي‌ امراض په کې وکتل شي او تشخیصیه وسایل به هم لري. که د بستر وړ وي بیا به میرویس روغتون ته بیول کېږي.‌”

ګڼ شمېر افغانان له نړیوالو بنسټونو غواړي د ا.ا. له حکومت سره له سیاسي اختلافه لېرې دې، خپلو مالي او تخنیکي مرستو ته دوام ورکړي.

بل لور ته د بشري منابعو برابرول پخپله د افغانانو مسولیت دی.

د روغتیا لویه برخه پر مسلکي ښځینه و ولاړه ده، خو د ښځینه و پر زدکړو او کار د ا.ا. حکومت له بندیز سره، نور ډاکټرانې او نرسانې له پوهنتونو نه فارغېږي. پر لومړنیو طبي زدکړو هم بندیز لګېدلی دی.

وروسته له لسیزو اوس هم دې پوښتنې ته ځواب ویونکي نشته چې څو کاله وروسته به د افغانستان روغتیايي سکتور څنګه وکړای شي فعالیت وکړي؟

اوس خو افغانان سیروم په لاس پاکستان، هند او ایران ته هم نشي تللی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پر افغانستان د روغتیايي مرستو کمېدلو بد اغېز: یوه بېلګه یې د کندهار میرویس روغتون دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*