په نوې روباټیکې ټېکنالوژۍ د سږو سرطان تشخیص ګړندي کېدل

Loading

یوه نوې او پرمختللې روباټیکه ټېکنالوژي د سږو د سرطان په چټک تشخیص او درملنه کې مرسته کوي.

د بریتانیا د مانچسټر ویتنشو روغتون ډاکټران په اروپا کې لومړني کسان دي چې د یوني له سیسټمه کار اخلي. دغه سیسټم په لومړیو پړاوونو کې د ناروغۍ تشخیص امکانات برابروي.

د تنفسي ناروغیو متخصص ډاکټر هاوال بالاتا وايي، دا ټېکنالوژي به یو لوی پرمختګ وي او د دې اجازه به ورکړي چې ناروغي د پخوا پرتله څو میاشتې مخکې تشخیص او درملنه یې وشي.

د هغه په وینا دا ټېکنالوژي ډاکټرانو ته اجازه ورکوي چې “په خوندي او دقیق ډول په سږو کې خورا کوچنيو ځایونو یا ټپونو ته ورسېږي.”

دا چې د سږو کوچنيو ټپونو ته لاسرسی د دودیزو نمونو میتودونو کارولو له لارې ستونزمن دی، ځینې ناروغان ان میاشتې انتظار کوي، معلومه کړي چې دوی په سرطان ناروغۍ اخته دي که نه.

نوی انډولومینل یون سیسټم ډاکټرانو ته اجازه ورکوي چې په ګړندي او دقیق ډول ان د سږو ژورې او خورا سختې برخې معاینه کړي.

ډاکټر بالاتا وايي، دا ټېکنالوژي به ناروغانو ته دا توان ورکړي چې ډېر ژر “قطعي ځوابونه” ترلاسه کړي.

هغه زیاتوي، “که د دې ميتود له لارې د ناروغ د سږو سرطان دمخه تشخيص شي، درملنه به يې مخکې پيل شي او په طبيعي توګه به ښې پايلې ولري.”

“سل سلنه بریالیتوب”

د بریتانیا د روغتیایي ادارې (اېن‌اېچ‌اېس) د رپوټ له مخې، هر کال په بریتانیا کې شاوخوا ۴۸ زره کسان د سږو په سرطان اخته کېږي او هر کال شاوخوا ۳۵ زره تنه د دې ناروغۍ له امله مري.

روغتیا
د عکس تشریح، ډاکټر بالاتا وايي، دا ټېکنالوژي به ناروغانو ته دا توان ورکړي چې ډېر ژر “قطعي ځوابونه” ترلاسه کړي.

په مانچسټر کې د سږو په سرطان د اخته کسانو شمېر د بریتانیا په کچه د پام وړ لوړی دی.

هغه ناروغان چې د سږو د سرطان په لومړی پړاو کې تشخیص شوی وي د هغو کسانو پرتله چې وروسته یې تشخیص شوی وي شاوخوا شل ځله ډېر احتمال لري چې پنځه کاله اوږد عمر وکړي.

د سږو د ناروغیو متخصص ډاکټر کریس کریګ وايي، د یون نوې ټیکنالوژي ډاکټرانو ته اجازه ورکوي، “هغه غیرعادي حالتونه کشف کړي چې موږ یې د پخوانۍ ټېکنالوژۍ له لارې نمونې واخلو او تشخیص یې کړو.”

ډاکټر کریګ هیله ښيي، چې په اونۍ کې د ۳۵ تنه ناروغانو لپاره د ټیکنالوژۍ په کارولو دا پروګرام د پام وړ چټک کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په نوې روباټیکې ټېکنالوژۍ د سږو سرطان تشخیص ګړندي کېدل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*