برقي سګرټ څکول زړه او سږی زیانمنوي – څیړنه

برقي سګرټ څکول زړه او سږی زیانمنوي – څیړنه
برقي سګرټ څکول زړه او سږی زیانمنوي – څیړنه

د متحده ایالاتو د قلبي ناروغیو اتحادیې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د الکترونیکي یا برقي سګرټو کارول د انسان د زړه او سږي لپاره منفي اغیزې لري.

د دې اتحادیې په اعلامیې کې ویل شوي، ” برقي سګرټ ډیر مواد د انسان وجود ته ننباسي چې ممکن زیان رسوونکي وي، کیمیاوي مواد او نور داسې مواد پکې شامل دي چې تر اوسه یې اغیزه په بشپړه توګه نده څرګنده شوې”.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې په څیړنو کې معلومه شوې چې په الکترونکي سګرټو کې د نیکوټین ماده په قلبي جهاز کې د حادو بدلونونو، د وینې فشار لوړوالي او زړه ټکان ډیریدو سره تړاو لري.

د متحده ایالاتو د قلبي ناروغیو اتحادیې د یوې بلې څیړنې له مخې همدارنګه ویلي چې د برقي سګرټ او تنفسي ناروغیو لکه د تنفسي جهاز بندیدو، مزمن برانشیت او سا لنډۍ تر منځ نږدې اړیکه شته.

دې اتحادیې ویلي که چیرته په برقي سګرټو کې نیکوټین نه وي هم، داسې مواد پکې ځای پر ځای شوي چې د انسان د روغتیا لپاره جدي زیانونه پیدا کوي.

په اعلامیې کې ویل شوي، ” داسې څیړنې شوي چې که چیرته په برقي سګرټو کې نیکوټین هم نه وي موجود، داسې خوند لرونکي محتویات پکې شته دي چې په حیواناتو کې د زړه او سږیو د ناروغیو د پیدا کیدو سبب شوي”.

د متحده ایالاتو د قلبي ناروغیو د علمي بیانیو د کمیټې مشر جیسن روز پدې هکله ویلي، ” د برقي سګرټو منفې اغیزې د هغو کسانو په څیړنو کې ثابتې شوي چې د دې سوداګریز محصول څخه د ګټې اخیستو له کبله یې عریضې کړیدي”.

د دي معتبر علمي ادارې په څیړنو کې معلومه شوې چې یو شمیر کسان په پرله پسې توګه د برقي سګرټو څخه تر کار اخیستو وروسته په تنفسي ناروغیو اخته شوي او په روغتونونو کې بستر شویدي.

د متحده ایالاتو د قلبي ناروغیو اتحادیې همدارنګه د نورو څیړنو وړاندیز کړی تر څو په قاطع توګه ثابته شي چې د برقي سګرټو څه کار اخیستل د انسان په ناروغۍ څه ډول منفي اغیز کوي.

په متحده ایالاتو کې ډیری ځوانان د برقي سګرټو څخه کار اخلي.

د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکز د راپور له مخې پدې هیواد کې تر لس سنلې ډیر ځوانان چې عمرونه یې تر ۱۸ کالونو پورته دي، برقي سګرټ څکوي.

ډاکټر جیسن روز د برقي سګرټو څخه د ډیر کار اخیستو په هکله اندیښنه ښودلې او ویلي چې دا ډول سګرټ او محصولات یې د تیرو ۱۵ کالونو راپدیخوا په متحده ایالاتو کې عام شوي او زیاتوي چې د دې سګرټو د زیانونو په هکله بشپړ معلومات لا هم نشته دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "برقي سګرټ څکول زړه او سږی زیانمنوي – څیړنه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*