
په کابل کې د افغانستان د کانونو لومړنی تخصصي نندارتون پرانیستل شو
د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو او د یو شمېر ګاونډیو او د سیمې هېوادونو د استازو په حضور کې د افغانستان د کانونو لومړنی تخصصي نندارتون په کابل کې پرانیستل شو.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې افغانستان د لېتیم، سرو زرو، زمردو، تېلو او ګازو په ګډون بېلابېلې معدني سرچینې لري او حکومت هڅه کوي چې په دې برخه کې پانګونې ته زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړې چې د پانګونې د اسانتیا لپاره د مالیاتو کمولو، د جوازونو د ورکړې بهیر ساده کولو او پانګوالو ته د ځمکو برابرولو په برخو کې ځینې اقدامات په پام کې نیول شوي دي.
عبدالسلام حنفي په دې اړه ویلي: «زموږ هڅه دا ده چې د افغانستان کانونه په علمي او مسلکي ډول استخراج او پروسس شي، څو له یوې خوا زموږ ګران هېواد اباد شي او له بلې خوا هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.»
په همدې حال کې، د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په تېرو وختونو کې د هېواد د معدني توکو د صادراتو په اړه ویلي: «په تېر کې د افغانستان مرمر، لاجورد، زینتي ډبرې او نور خام فلزات د نورو هېوادونو په نوم صادرېدل. په هره بېړۍ کې نږدې ۱۲ زره ټنه دغه توکي راټولېدل او بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کېدل، چې الحمدلله اوس یې مخه نیول شوې ده.»
د کانونو او پټرولیم وزیر وایي چې له معدني سرچینو معیاري ګټه اخیستنه او په هېواد کې دننه د هغو د پروسس پراختیا کولی شي د عوایدو په زیاتوالي، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي.
د نوموړي په وینا، اوس مهال د هېواد د کانونو په برخه کې له ۱۸۰ زرو ډېر کسان په کار بوخت دي او د کوچنیو او لویو کانونو د استخراج ۳۵۰ قراردادونه فعال دي.
د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري په دې اړه ویلي: «له ۳۵۰ ډېر د کانونو قراردادونه فعال دي، چې له دې ډلې ۴۴ قراردادونه د لویو کانونو په کچه ورکړل شوي دي. همداراز، په ټول افغانستان کې د قیمتي ډبرو د استخراج لپاره ۱۵۱۰ مسلکي جوازونه وېشل شوي دي.»
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهابالدین دلاور په دې اړه ویلي: «نن ورځ، له ډېرو سختو شرایطو تر تېرېدو وروسته، نه یوازې د کانونو په برخه کې، بلکې د برېښنا، عامه خدمتونو، ښاروالۍ او کرنې په برخو کې هم د پرمختګ پر لور روان یو.»
په دغه نندارتون کې د افغانستان، هند، ایران او چین شرکتونو ګډون کړی او خپل معدني محصولات او اړوند خدمتونه په ۱۵۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کوي.
د نندارتون یوه ګډونوال میرویس هوتک ویلي: «موږ ډېر خوشحاله یو چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د کانونو برخې ته د نندارتون د جوړېدو فرصت برابر شوی، څو د هېواد سوداګر او متشبثین له یو بل سره د نظرونو تبادله وکړي.»
د نندارتون بل ګډونوال خواجه شیر ویس زیاته کړې: «دا نندارتون له موږ سره مرسته کوي چې خپل محصولات بازار ته معرفي کړو او له بهرنیو شرکتونو سره خپلې اړیکې هم پراخې کړو.»
دغه څلور ورځنی نندارتون د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په کابل کې جوړ شوی، چې موخه یې د هېواد د معدني ظرفیتونو معرفي کول، د پانګونې راجلبول او په افغانستان کې دننه د معدني توکو پروسس ته د پانګوالو هڅول بلل شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "په کابل کې د افغانستان د کانونو لومړنی تخصصي نندارتون پرانیستل شو"