پټنځایونه به نور خوندي نه وي

💬0

له کلونو راهیسې، د اسلامی دولت د خراسان څانګه هڅه کوي ځان د داسې یو مخ پر ودې خوځښت په توګه وښيي چې کولی شي خوندي اډې جوړې کړي، نوي کسان جذب او وروزي او خپل عملیاتي سمیه پراخ کړي. خو په پاکستان کې د داعش پر مشکوکو تاسیساتو وروستیو بریدونو یو بل حقیقت روښانه کړ. د داعش د خراسان څانګې پورې تړلي ځایونه د کشف او برید په وړاندې ډیر کمزوري دي. د دې ډلې تر ټولو لویه شتمني چې “پټ پاتې کېدل” وو، ساتل یې ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.
د دې حالت پایلې یوازې د یوې اډې له لاسه ورکولو پورې محدودې نه دي. د هرې اډې افشا کېدل دغه ډله اړ باسي چې خپل کسان بل ځای ته ولېږدوي، زیربناوې له سره جوړې کړي، ارتباطات بیا ټینګ کړي او تجهیزات بدل کړي. هغه وخت، پیسې او انساني ځواک چې باید د نویو کسانو په جذب، روزنې یا د بریدونو په پلانولو لګول شوی وای، په بدل کې یې د خپل ځان او بقا په ساتلو مصرفېږي. په دې توګه، د پرمختګ او تحرک ځای بې ثباتي او ناڅرګند برخلیک نیسي.
دا وضعیت یو داسې تلپاتی ترینګلي څرخ رامنځته کوي چې مشران یې مجبور دي د ستراتیژیک پلان جوړونې په پرتله، خپل ډېر پام د عملیاتي امنیت ساتلو ته واړوي. ارتباطات نور هم محدودېږي، تګ راتګ ډېر خطرناکه کېږي او د هر نوي ځای په اړه به دا وېره وي چې ګنې دا هم له وړاندې پېژندل شوی دی. هغه ډله چې د دایمي ځای په ځای کیدو او تېښتې په حالت کې وي، په حقیقت کې د خپل موجودیت او فعالیت د ساتلو لپاره لاس او پښې وهي.
د یوځای کېدو بیه
هر څوک چې د داعش د خراسان څانګې یا د اسلامي دولت (داعش) له هرې بلې شبکې سره د یوځای کېدو فکر کوي، باید پوه شي چې بیه یې خورا درنه ده. نوي جذب شوي ځوانان داسې یو بهیر سره نه یو ځای کیږ چې د ځواک له دریځه عمل کوي؛ بلکې هغوی داسې یوې شبکې سره یو ځای کیږي چې تر سخت او دوامدار فشار لاندې ده. دغلته د هر نوي ښوونیز مرکز، لوجستیکي اډې یا عملیاتي هستې د جوړولو هڅه، د دې ډلې د افشا کېدو او له منځه تلو خطر زیاتوي.
هغه انځور چې د دوې په تبلیغاتو کې ښودل کېږي، د هدفمندی، پرمختګ او د امن پټنځایونو ژمنې ورکوي. خو واقعیت په بشپړه توګه بل ډول دی. دایمي ناامني، پرله پسې ګډوډي او په پرله پسې ډول د هر څه له سره جوړولو اړتیا د دې ډلې اغېزمنتیا له منځه وړي او داسې سرچینې مصرفوي چې باید د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کارول شوې وای.
په پاې کې، ستراتیژیکه سبق خورا ساده او روښانه دی: هغه ډلې چې د خپلو زیربناوو په ساتلو کې عاجزې وي، د ځواک په ښودلو کې هم پاتې راځي. خوندي ځایونه یوازې تر هغه وخته ارزښت لري چې پټ پاتې شي. کله چې اډې په وار وار افشا شي، عملیاتونه یې ګډوډ شي او سرچینې یې یوازې د ځان ژغورنې لپاره مصرف شي، نو د خوندي پټنځایونو ډارهم له منځه ځي. دا ماته د پایښت او مقاومت د ښودلو پر ځای، داسې یو تشکیلات په ډاګه کوي چې د خپل ماموریت د مخته وړلو پر ځای، په سختۍ سره یوازې د خپل سر په خوندی کولو لګیا دی.
د هغو کسانو لپاره چې له داسې یوې ډلې سره د یوځای کېدو په فکر کې دي، د تړاو ژمنه د بې ثباتۍ واقعیت تر سیوري لاندې ده. هغه ډله چې نشي کولی د خپلو خلکو، زیربناو او د تګ راتګ د ازادۍ دوامدار امنیت خوندي کړي، له ناڅرګند برخلیک پرته بل هېڅ نه وړاندې کوي. له دغې ډلې سره یوځای کېدل یوازې فکري بیه نه لري — بلکې دا بیه ورځ تر بلې ډېره عملیاتي، شخصي او ابدي کېږي.

لومړی نظر وکړئ on "پټنځایونه به نور خوندي نه وي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*