
ځدراڼ: په کابل کې د ۲۰ دانو شل پوړیزو ودانیو د جوړولو پلان لرو
د کرکټ ملي لوبغاړی نجیبالله ځدراڼ د یو عرب پانګوال په ګډه پانګونه غواړي چې د کابل ښار په قلعه زمانخان سیمه کې۲۰ دانې شل پوړیزې ودانۍ جوړې کړي.
ځدراڼ په کابل کې د خپل کاري دفتر د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې د دې پروژې په اړه یې له کابل ښاروالۍ سره هم خبرې کړې دي.
نجیبالله ځدراڼ وویل: «ځای یې هم ټاکل شوی، د کابل ښار په قلعه زمانخان کې د سړک دواړو غاړو ته. موخه دا ده چې خپلو هېوادوالو ته د کار او استوګنې زمینه برابره کړو.»
د غونډې یو شمېر ګډونوالو هېواد ته د بهرنۍ پانګونې جذب مهم بللی او له نورو پانګوالو یې هم غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
په پخواني حکومت کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ویلي، هېواد ته د بهرنۍ پانګونې جذبول په خپله یوه لاستهراوړنه ده؛ ځکه د نوموړي په وینا، پخوا پانګه له هېواده بهر وړل کېده.
په پخواني حکومت کې د خوست والي محمدصدیق پتمن هم ویلي چې په نړیواله کچه حکومتونه یوازې شاوخوا ۱۵ سلنه کاري فرصتونه برابروي او پاتې برخه یې خصوصي سکټور د پانګونې له لارې رامنځته کوي.
نجیبالله ځدراڼ زیاته کړې چې اوسني اقتصادي وضعیت ته په پام، که دا پروژه عملي شي، د دې استوګنیز مجتمعې کورونه به په قسطونو وپلورل شي.
لومړی نظر وکړئ on "ځدراڼ: په کابل کې د ۲۰ دانو شل پوړیزو ودانیو د جوړولو پلان لرو"