څلورو میاشتو کې له پاکستانه د څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوالو راستنېدل

💬0

څلورو میاشتو کې له پاکستانه د څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوالو راستنېدل

دوی وایي چې د افغان کډوالو ځورول لا هم روان دي، ان هغه کسان هم له ستونزو سره مخ دي چې په پاکستان کې د استوګنې قانوني کارتونه لري.

پاکستان کې افغان خبریال ظاهر بهاند، وايي: «د پاکستان د پولیسو له لوري نیونې لا هم د پخوا په څېر دوام لري او افغان کډوال نه شي کولای په ازاده توګه تګ راتګ وکړي. په پاکستان کې د هغوی ټول حقونه تر پښو لاندې شوي دي.»

پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند له یوه پاکستاني خبریال سره په خبرو کې ویلي چې په تېرو څلورو میاشتو کې له څلور سوه زرو څخه ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

قیصر افریدي ویلي چې لا هم له اته سوه زرو ډېر افغان کډوال چې د (POR) کارتونه لري او نږدې شپږ سوه زره نور چې د (ACC) کارتونه لري، پاکستان کې ژوند کوي.

 پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند، قیصر افریدي ویلي: «له ۲۰۲۱ کال وروسته هغه افغانان چې پاکستان ته راغلي او د پناه غوښتنې دوسیې لري، شمېر یې له سل زرو څخه زیات دی او اوس هم دلته ژوند کوي.»

د ملګرو ملتونو د دغه مسوول په خبره، هره ورځ شاوخوا پنځه زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېږي.

نوموړي د پاکستان له حکومته غوښتي چې د تېرو څلوېښتو کلونو په څېر د افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکړي او د ترهګرۍ موضوع له ټولو افغان کډوالو سره په عمومي ډول ونه تړي.

قیصر افریدي دغه راز ویلي: «موږ غواړو چې د پاکستان حکومت او ولس هغه ملاتړ چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې له افغانانو سره کړی، هماغسې دوام ورکړي او د اوسنیو فشارونو پر ځای ورسره ښه چلند وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د یوناما د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال په ترڅ کې له پاکستان او ایرانه  څه باندې ۲.۸ میلیونو نور افغان کډوال هم افغانستان ته

راستانه شي

منبع

لومړی نظر وکړئ on "څلورو میاشتو کې له پاکستانه د څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوالو راستنېدل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*