کابل کې د استملاک شویو ځمکو مالکانو ته میلیاردونه افغانۍ ورکړل شوې

💬0

کابل کې د استملاک شویو ځمکو مالکانو ته میلیاردونه افغانۍ ورکړل شوې

د کابل ښار په وروستیو کلونو کې د نفوس د زیاتوالي او د رغنیزو پروژو د پراخېدو شاهد دی.

اوس د کابل ښاروالۍ وايي چې په تېرو څه باندې څلور نیمو کلونو کې یې د ملکیتونو د استملاک په بدل کې  ښاریانو ته  ۴.۴ میلیارده افغانیو څخه زیاتې پیسې ورکړې دي او دا بهیر لا هم روان دی.

د دې ادارې استازی، نعمت‌الله بارکزی ټینګار کوي چې د کابل ښاروالۍ د استملاک د پیسو د ورکړې په برخه کې هېڅ ډول مالي ستونزه نه لري او له ښاریانو غواړي چې د خپلو ملکیتونو اړوند حقوقي موضوعات بشپړ او د استملاک پیسې ترلاسه کړي.

نعمت‌الله بارکزي وویل: «په کابل ښار کې د ښاروالۍ له لوري د عامه ګټو پروژو د پلي کېدو پر مهال د استملاک موضوع مطرح کېږي. استملاک هغه بهیر دی چې د ټولګټو پروژو د عملي کېدو لپاره ترسره کېږي. په دې بهیر کې هغه شخصي ځمکې چې د پروژې په مسیر کې واقع وي، اخیستل کېږي او د ځمکې او ودانۍ تاوان یې مالک ته ورکول کېږي. که ځمکه دولتي وي، یوازې د ودانۍ تاوان ورکول کېږي.»

ځینې کسان د سړکونو پراختیا په ځانګړي ډول په کابل کې د ښاریانو د تګ – راتګ د اسانتیا لپاره ګټوره بولي او له خلکو غواړي چې له حکومت سره همکاري وکړي.

 د کابل اوسېدونکی، شعیب وايي: «د سړکونو جوړول ډېر ښه کار دی. موږ د تګ – راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ وو او نه شو کولای د آریا ښارګوټي ته ولاړ شو، خو اوس وضعیت ښه شوی دی. حتی زموږ ماشومان هم هوسا شوي او سړکونه مو پراخ او پرانیستل شوي دي.»

خدای‌نظر هم ورته نظر لري: «ابادي ډېره ښه ده، ولس او دولت باید لاسونه سره ورکړي څو د سړک جوړونې پروژې په منظم ډول پر مخ ولاړې شي.»

یو شمېر کابل ښاریان بیا له ښاروالۍ غواړي، چې د دوی د استملاک نغدي بدل ورکړي.

 د کابل اوسېدونکی، احمد وايي: «زموږ غوښتنه له دولته دا ده چې د خلکو هغو کورونو ته چې په نقشه کې راغلي، د استملاک پیسې ورکړل شي.»

مولا قل هم ورته نظر لري: «د هغو کسانو چې کورونه یې استملاک شوي، باید د قانون له مخې د ځمکې لګښت او د ودانۍ تاوان ورکړل شي.»

د ملکیتونو استملاک د کابل د ښاري پراختیا د بهیر یوه مهمه برخه ده.

د شنونکو په باور، دا بهیر د ښار په پرمختګ او د عامه خدماتو په ښه والي کې مهم رول لوبولی شي، خو د عدالت، شفافیت او د ښاریانو د حقونو رعایت پکې اړین بلل کېږي.
 

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د استملاک شویو ځمکو مالکانو ته میلیاردونه افغانۍ ورکړل شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*