کابل کې د «صنایع سبز» صنعتي پارک اصلاحي پلان پرانیستل شو

💬0

کابل کې د «صنایع سبز» صنعتي پارک اصلاحي پلان پرانیستل شو

د کابل په «صنایع سبز» صنعتي پارک کې د اصلاحي پلان پرانیستل کېدو سربېره په دغه ښارګوټي کې د افغانستان د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر د تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ویلي، د افغانستان اقتصادي خپلواکۍ ته د رسېدو او پر وارداتو د تکیې کمولو لپاره د کورنیو تولیداتو، د اساسي بنسټونو او علمي ظرفیتونو پیاوړتیا اړینه ده.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال دغه راز ویلي: «د نوي کابل په ساحه کې د صنایع سبز صنعتي پارک د هېواد په کچه یو لوی صنعتي مرکز ګڼل کېږي، چې اوس مهال یې د لومړۍ، دویمې او درېیمې برخې چارې روانې دي.»

ورته مهال د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د صنعت او تولید په برخه کې د پانګونې د اهمیت په اړه ویلي: «صنعت د یوه هېواد د پرمختګ بنسټ دی؛ که ښه صنعت ولرو، بې‌کاري کمېږي، افغانستان پر ځان بسیا کېږي او خلک به هوسا ژوند ولري. همدارنګه د ډېرو هغو ستونزو او ننګونو مخه نیول کېدای شي چې زموږ خلک ورسره مخ دي.»

د دې ترڅنګ د کور او ښار جوړولو وزیر ویلي، د اصلاحي پلان موخه د پخواني پلان د تخنیکي ستونزو هوارول او د ښارګوټي د زیربناوو معیاري کول دي، په ځانګړې توګه د سړکونو، برېښنا او د فابریکو د نورو بنسټیزو اړتیاوو برابرول.

هغه زیاته کړې چې د صنعتي ښارګوټو د پراختیا ترڅنګ، د استوګنځایونو د کمښت د ستونزې د حل او د ښارونو د منظمې پراختیا لپاره هم کار روان دی.

د کور او ښار جوړولو وزیر، نجیب‌الله حیات حقاني د اوسني کابل ښار د بدیل په اړه ویلي: «په کابل کې نفوس د استوګنې له ظرفیت څخه زیات شوی او دې وضعیت د استوګنې پر برخه ډېر فشار راوستی دی. موږ باید پر مناسبو بدیلونو کار وکړو، چې په دې برخه کې یو له غوره انتخابونو څخه د نوي کابل ښار پروژه ده.»

د دغه صنعتي پارک د پراختیا ترڅنګ، د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر د یوه مرکز د جوړولو چارې هم پیل شوې دي؛ چې د ۷۵ میلیونه ډالرو په پانګونې سره پر ۱۱۰ جریبه ځمکه جوړېږي.

د دغه مرکز موخه د دیني کتابونو او نورو اثارو چاپ، د کاغذ او چاپ صنعت پیاوړتیا او پر وارداتو د افغانستان د تکیې کمول بلل شوي دي.

ویل شوي چې د دغه مرکز چارې به په دوو کلونو کې بشپړې او تولید به پیل کړي.

د صنایع سبز صنعتي پارکونو ونډه‌وال شیرباز کمین‌زاده د دغه تولیدي چاپ او نشر مرکز په اړه وویل: «د دې پروژې اساسي موخه د کاغذ، د قرآن‌کریم او دیني، فقهي، علمي او درسي کتابونو د چاپ په برخه کې د کورنیو اړتیاوو پوره کول، د مدرسو او ښوونځیو د کتابونو تولید او له بهر څخه د کتابونو پر وارداتو د تکیې کمول دي.»

د «صنایع سبز» په نوم صنعتي پارک چې په ۱۳۹۳ کال کې پلان شوی، پر ۸۲۰۰ جریبه ځمکه جوړ شوی دی.

دغه ښارګوټی د نوي کابل پروژې یوه برخه ده، چې د ۱۵۰۰ فابریکو ظرفیت لري او اوس مهال په ۱۲ برخو کې ۱۲۰ فابریکې پکې فعالیت کوي.

د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، په دغه ښارګوټي کې نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې او د ۱۴۰ نورو فابریکو د جوړولو چارې هم روانې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د «صنایع سبز» صنعتي پارک اصلاحي پلان پرانیستل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*