کله چې آفت راشي، نو ورپسې افراطي ایډیالوژي خپرېږي
په یوه وروستۍ لیکنه کې، د داعش خراسان د رسنیو څانګې، العزائم، هغه خلک په نښه کړل چې د ویجاړونکو سیلابونو او نورو طبیعي آفتونو له امله زیانمن شوي دي، لکه د داغستان او چيچنيا ولسونه.
د داعش خراسان پیغام دغو ولسونو ته د تسلیت یا ملاتړ نه دی، بلکې دوی هڅه کوي چې د دوی د کړاوونو څخه ګټه پورته کړي او د خپلو ورانو موخو لپاره یې وکاروي. کورونه ویجاړ شوي، کورنۍ بې ځایه شوي او خلک خپل هر څه یې له لاسه ورکړي دي.
داعش خراسان د قرآنکریم آیتونو څخه کار اخلي ترڅو دا په ګوته کړي چې د چیچنیا او داغستان د خلکو کړاو د الله تعالی له لوري یو عذاب دی. دوی طبیعي پیښې د مستقیم عذاب په توګه تعبیروي، او وايي چې الله تعالی د دوی د کورونو او فصلونو د ویجاړولو لپاره سیلاب راولیږه.”
د سپکاوي پر ځای، ریښتینې مشرتابه باید خلک پیاوړي کړي، وږو ته خواړه ورکړي، بې کوره خلکو ته پناه ورکړي، او د پټو نیوکو پر ځای به ژوند وژغوري. له بلې خوا، استحصال د خلکو له بدبختۍ څخه د خپلو ګټو لپاره کار اخلي، او دا یو د غندلو وړ عمل دی چې بې رحمه او غیر انساني هم دی. دا ډول لفظي ناوړه ګټه اخیستنه هیڅکله د مذهبي مشرتابه او مشروعیت تر پوښښ لاندې نشي پټیدلی. موږ باید هوښیار اوسو چې څوک زموږ د کړاوونو څخه د خپلو سیاسي او جګړه ییزو موخو لپاره ګټه پورته نه کړي.
لومړی نظر وکړئ on "کله چې آفت راشي، نو ورپسې افراطي ایډیالوژي خپرېږي"