اسلام‌اباد د دوحې پر ژمنو ټینګار وکړ

💬0

اسلام‌اباد د دوحې پر ژمنو ټینګار وکړ

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي له کابل سره د سولې خبرو اترو ټولې لارې خلاصې دي خو زیاته کړې یې ده چې د پاکستان امنیت په دغو خبرو کې د اختلاف اصلي ټکی دی.

د دغه وزارت ویاند رسنیو ته ویلي چې له افغانستان سره په خبرو کې امنیت لا هم د پاکستان له نظره اصلي موضوع ده او ټینګار یې کړی چې اسلام ‌اباد د افغانستان له حکومته غواړي په دې برخه کې لیکلی تضمین وړاندې کړي.

طاهر اندرابي زیاته کړې: « زموږ پلاوی بېرته راستون شوی او په ځانګړي ډول د افغانستان څانګه او د بهرنیو چارو وزارت د دې ناستو پایلې تعقیبوي. د سولې لپاره هره د خبرو لاره لا هم پرانیستې ده. د افغانستان په اړه زموږ د تګلارې اساسي اصل دا دی چې هغوی باید د دوحې ژمنو باندې عمل وکړي.»

په همدې حال کې، په پاکستان کې یو شمېر سیاسي څېرو هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د ملي عوامي ګوند ولایتي رییس ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ څو لسیزې تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي او اختلافونه یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي.
هغه دغه راز ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د یو بل په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او د همکارۍ او تفاهم لاره خپله کړي.

د ملي عوامي ګوند ولایتي رییس، میا افتخار حسین وايي: « د دې ستونزې حل د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې دي. د کړکېچونو دوام د دواړو هېوادونو اړیکې لا ډېرې پېچلې کوي.»

د سیمه ییزو چارو شنونکي هم باور لري چې د کابل او اسلام ‌اباد ترمنځ د خبرو دوام کولای شي بې ‌باوري راکمه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکو د ښه کېدو زمینه برابره کړي.

سیاسي شنونکی، حمایت‌الله احمدي هم وايي: «یوازنۍ حل لاره خبرې اترې دي. د چین غونډه یو ښه ګام و او که د سیمې هېوادونه د منځګړیتوب رول ولوبوي، تفاهم ته رسېدل به اسانه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ خبرې په چین کې ترسره شوې وې او دواړو لورو د امنیتي موضوعاتو او دوه‌ اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اسلام‌اباد د دوحې پر ژمنو ټینګار وکړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*