غزه کې پر جګړې د اسلامي هېوادونو پر چوپتیا د نیوکو دوام

د لوړو زده‌کړو وزارت ځينو چارواکو د شبنې په ورځ په یوه علمي سیمینار کې له اسلامي هېوادونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د غزې پر تړانګه د اسراییل د بریدونونو پر وړاندې خپل دریځ روښانه کړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخواه په دغې ناسته کې ویلي ځينې هېوادونه په ځانګړې توګه امریکا د فلسطین پر ضد د اسراییل جګړې ته قانوني اړخ ورکوي.

لطف الله خیرخواه په سیمینار کې وویل:«امریکا راغلې ده او د اسراییلو ترڅنګ ولاړه ده او مستقیماً په جګړه کې دخیله ده، او وايي چې اسراییل په قانوني ډول د خپل ځان دفاع نه‌لري. او ټوله اسلامي نړۍ ورته ګوري؛ اقلاً دغسې موقف نه‌شي نیولی، په خوله ووايي چې دغه جنګ دې نور اودرېږي.»

د لوړ زده کړو وزارت د ارشاد او دعوت رییس شاکر الله وحدت هم څرګندوي:«که‌ نن په واقعي معنا سره اسلامي هېوادونو، په ځانګړې توګه د خلیج مسلمانانو دې پاکې داعیې ته په سپېڅلې عقیده سر کښته کړی وای، نن بهد امریکایانو، فرانسویانو، برېټانویانو او د سیهونیستي رژیم داسې یرغل چې نن یې په معسوم ماشومانو باندې روان کړی دی، نن به موږ دا وضعیت په سترګو باندې نه وی لیدلی.»

په دغه پروګرام کې د لوړو زده‌کړو وزارت دغه راز ټينګار کوي چې ټولو محصلانو ته چې له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستانه هېواد ته راستنول کېږي، د لوړو زده‌کړو زمینه برابروي.

بل خوا، په دغه سیمینار کې د لوړو زده‌کړو علمي معین له ځوانانو غواړي چې د ټولنې پر وړاندې خپل مسوولیتونه ترسره کړي او فکري او اخلاقي اصول په پام کې وساتي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین لطف الله خیرخواه وايي:«موږ په اسلامي نړۍ کې له خپلو بېلګو سره انقتاع راغلې ده، په بل تعبیر له خپل تاریخ سره له خپل ثقافت سره، له خپلې ټولنې سره زموږ او تاسو انقتاع راغلې ده او درېیمه خبره د مسوولیت ریښتنی احساس دی چې ورک شوی دی او باید دغه احساس بېرته اعاده شي.»

بل پلو، د پوهنتون یو شمېر استادان د دغه راز څېړنغونډو جوړېدل د ځوانانو د فکري زده‌کړو لپاره مهم بولي او د ورته پروګراونو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

د بایزید روښان پوهنتون عمومي رییس سید عبدالحکیم حکمت وویل:«د پوهنتونونو مسوولیت دی رسالیت دی او دنده یې ده چې د ځوانانو او محصلانو پر فکر باندې کار وکړي.»

د پوهنتون استاد رحمت الله سیال هم څرګندوي:«په اوسني وخت کې علم که هغه له هره پلوه وي یوه ځوان ته په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو ځوان ته په کار ده چې هغه باید فکري ویښتیا ولري له فکري ویښتیا څخه پرته ټول علوم چې دي هغه ناقصه دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتوز وزارت د ځوانانو معین د ځوانانو د فکري زده کړو په برخه کې د اسلامي امارت د مشر له لوري د یوه فرمان د توشیح خبر ورکړی و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "غزه کې پر جګړې د اسلامي هېوادونو پر چوپتیا د نیوکو دوام"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*