اشرف غني: جنګسالارانو، جګړو او ناامنۍ د منابعو د موندنې او سپړنې په برخه کې خنډونه جوړول

0
1

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د طبیعي زېرمو په اړه په یو پوډکاسټ کې ویلي، چې جنګسالاران، جګړه، ناامني او د بشري ظرفیت نشوالي د منابعو د موندنې او سپړنې کار کې خنډونه جوړول.

محمد اشرف غني د یادو مواردو ترڅنګ، ټرانسپورټ هم یو له دغو خنډونو څخه یاد کړی او ویلي یې دي: «معادن درانه دي او درانه شیان ټرانسپورټي سیستمونو ته اړتیا لري. بې له دې نه چې افغانستان د ریلپټلۍ باندې پانگه واچوي او د ریلپټلۍ په گډه له گاونډیو هیوادو سره جوړه کړي، دغه ستونزه نه حل کېږي.»

ښاغلي غني دې ته په اشارې سره چې د کانونو د سپړنې لپاره برېښنا هم اړینه ده ویلي، ځمکې، اوبه او امنیت هم د منابعو د موندنې او سپړنې لپاره مهم دي. «جنگسالاران راغلل چې لويې دښتې يې تر خېټو لاندې واچولې، دولتي املاک يې ونیول. د جمهوریت وخت کې دا جنګسالاران وو چې ناامنیتي یې جوړوله او خپل افراد یې استخدامول.»

لیکوال او خبریال داوود جنبش چې د دغه پوډکاسټونو لړۍ کوربتوب کوي له ولسمشر څخه وپوښتل چې، هغه پلان او نقشه کې څه شامل و چې د هغه په وخت کې د افغانستان د زیرمو د کیندنې او کارولو لپاره جوړه شوې وه؟

ښاغلي غنې یې په ځواب کې لومړۍ د ریل پټلۍ یاده کړي، چې له ترکمنستان څخه اقینې او حیرتانو ته غزیدلې ده، بیا یې د ټاپي پروژه یاده کړه، چې د تاپي په کورېدور باندې بدله شوه، درېیمه یې د ځمکې د مدیریت لپاره د اراضي ادارې جوړول او بیا یې د ښار جوړونې وزارت سره يوځای کیدل یاد کړل.

هغه وویل، چې د مس عینک او حاجي ګک کانونو د برېښنا، اوبو او امنیت لپاره یې قراردادونه او د اصلاحاتو رامنځ ته کولو لپاره پلان جوړ کړی و.

ښاغلي غني وویل: «د وطن د یوه سپين ږيري او خدمتګار په توګه زما وظيفه دا وه چې د هر کار لپاره بنست کېږدم او داسې تهداب کیږدم، چې د افغانستان راتلونکی خوندي کړي او په ډېرو سختو شرايطو کې مې هيلې له لاسه نه دي ورکړي، په امید مې پانګونه کړې ده. اړینه خبره داده چې افغانان په دې باور شول چې موږ راتلونکی لرلی شو، د سوکالۍ پر لور تللی شو او ځان مدیریت کولی شو.»

منبع

1 Comment on "اشرف غني: جنګسالارانو، جګړو او ناامنۍ د منابعو د موندنې او سپړنې په برخه کې خنډونه جوړول"

  1. دا پخپله ملی خائن او جنایت کار سری وو پرته له دی یو مشهور غل وو چه د وطن تول شتمنی غلا او خپل زان سره قطر ته یی یورل

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*