اشرف غني: سیاسي ډګر کې له ‘جنګسالارانو’ سره یو ګام پورته کولو ته هم چمتو نه یم

د افغانستان د پرځول شوي جمهوریت مخکينی ولسمشر محمد اشرف غني وايي “د افغانستان په سیاسي ډګر کې له جنګسالارانو سره یو ګام پورته کولو ته” هم چمتو نه دی.

ښاغلي غني دغه څرګندونې د لوی اختر په مناسبت خپاره شوي پیغام کې کړې دي.

خو نوموړی دا هم وايي، چې د “جنګسالارانو” د سیاسي برخلیک او هېواد کې د اوسېدو په اړه پرېکړه د ولس په لاس کې ده.

ښاغلی غني وايي، ولس د دې حق لري چې له “جنګسالارانو پوښتنه وکړي چې ولې یې طلايي فرصتونه ضایع کړل.” خو د ښاغلي غني مخالفان پر ده تور لګوي چې د سولې پر وړاندې یې خنډونه جوړول.

پر نوموړي دا تور هم دی چې پخپله لومړۍ دوره واکمنۍ کې یې ځینې “جنګسالاران” آن خپل ټاکنیز ټکټ ته له ځان سره درولي وو.

نوموړي په خپل پیغام کې د هغو جنګسالارانو نومونه نه دي یاد کړي چې دی ورسره په سیاسي ډګر کې یو ځای کېدل نه غواړي.

محمد اشرف غني چې د جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته په متحده عربي اماراتو کې اوسېږي، په افغانستان کې د امارت پر حکومت هم نېوکې کړي دي او وايي “د دین په نامه له دین او ملت سره په شخړه کې دي.”

نوموړي تور پورې کړی چې د افغانستان کانونه یې “لیلام” کړي دي. ښايي د ښاغلي غني اشاره به د ډبرو سکرو کانونو ته وي چې لویه برخه یې پاکستان او نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

طالبان

ښاغلي غني په خپل اختریز پیغام کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پای “جبري امنیت” بللی چې د ده په ټکو “نتیجه نه ورکوي.”

نوموړي تېره اوونۍ د اطلاعاتو او کلتور له ولایتي مشرانو سره په خبرو کې ویلي و، چې آن مسلمان هېوادونه یې هم حکومت په رسمیت نه پېژني.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اشرف غني: سیاسي ډګر کې له ‘جنګسالارانو’ سره یو ګام پورته کولو ته هم چمتو نه یم"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*