
په ميړاني کې ماته
اسلامي دولت پخپلو تبلیغاتو کې دا وړاندې کوي چې «هیڅ ګام د مجاهد د ګام څخه دروند نه دی.» دغه انځور په پاملرنې او ښکلا سره جوړاو ترتیب شویده : یو وسله وال جنګیالی چې یوه حماسي، ځان-قربان کوونکې، خطرناکه او هدفمنده بڼه یې غوره کړې ده.
دا انځور داسې ډیزاین شوی چې د داعش-خراسان جنګیالی د یوه داسې کس په توګه وښيي چې ګواکې له پیاوړو دښمنانو سره د مقابلې او له سختو خطرونو سره د مخامخ کېدو لپاره چمتو دی.
خو د دې ډلې د وروستیو فعالیتونو سابقه د حقیقت خلاف یو انځور وړاندې کوي.
د داعش خراسان ډلې په دې وروستیو کې د هغو بریدونو ستاینه کړې چې په ترڅ کې یې پر پولیسو د تومانچې پوسیله ډزې شوې او همدارنګه د لاسي بم په هغه برید کې چې ویل کیږي لسګونه ښوونځي زده کوونکي پکې ټپیان شوي دي. دا ډول کړنې ښايي د خبرونو سرټکي جوړ کړي، خو د هغه جنګي اتل د افسانوي انځور سره ډېر لږ ورتهوالی او توپیر لري چې د دې ډلې په تبلیغاتو کې وړاندې کیږي.
د اختلاف، په زړورتیا کې دا یو درز دی.
د داعش خراسان ډلې په زیاتیدونکې توګه خپلو مخاطبینو ته پدې ټینګار کوي چې زړورتیا دې نه د سختو اهدافو سره په مخامخ کیدو یا د سیاسي خطرونو په ګاللو، بلکې په ساده ډول د لاسرسي وړ هر کس پر وړاندې د تاوتریخوالي په ترسره کولو سره وسنجوي.
دا معیار مخ په کمیدو ده، په داسې حال کې چي د دوې تبلیغات مخ په زیاتیدو دي.
دا یوه مهمه مسله ده، ځکه چې تبلیغات تر ډېره هغه څه څرګندوي چې یوه ډله غواړي خپل لیدونکي پرې باوري وکړي.
څومره چې لاسته راوړنه محدوده وي، يه هغه کچه یې وړاندې کول نمایشي بڼه غوره کوي.
یوه کوچنۍ برید باید د یوې تاریخي برید په توګه انځور شي؛ یو زیانمنوونکی هدف باید د جګړې په ډګر کې د زړورتیا په یوه نښه بدل شي؛ او یو عادي جګړه مار په یوه جنګیالي واړول شي.
د داعش-خراسان د رسنیو ماشین ښايي لا هم د ځواکمنتیا انځور وړاندې کړي. خو مصنوعي نندارې (یا نمایشي اقدامات) نشي کولی د زړورتیا او فرصت طلبۍ ترمنځ توپیر له منځه یوسي. څومره چې لفظي شخړې او شعارونه پورته ځي، په هغه اندازه د ښکېلو لوریو د کړنو دقیق ارزول اړین کیږي او د دغو دوو ترمنځ واټن له پامه غورځول ناممکن ګرځي.
امواج پرس
لومړی نظر وکړئ on "په ميړاني کې ماته"