ملګري ملتونه وايي افريقا د مذهبي توندلارۍ نوې ځاله جوړه شوې ده

افريقا

د ملګرو ملتونو انټرنيشنل ډيویلپمنټ ايجنسي د تازه رپورټ تر مخه سب سهارن افريقا د مذهبي توندلارو ډلو نوی مرکز جوړ شوی او ډېر خلک ورته ورمات دي خو وجه يې د مذهب سره نزدېوالی نه بلکې اقتصادي کمزوري ده.

يو اين ډي پي وايي په نويو شاميلېدونکو کې د حيرانتيا تر حده زياتوالی راغلی چې کچه يې 92 فیصده ته رسېدلې دی ځکه چې خلک د ښه روزګار د پاره د دې توندلارو ډلو غړي جوړيږي.

رپورټ وايي د کوېډ ناينټين وبا، ډېرې ګرانۍ او د موسم بدلون د خلکو په ژوند ډېرې بدې اغېزې کړې دي.

رپورټ دا هم وايي د تېر په نسبت د مذهبي نزدېوالي په سر په دې ډلو کې د شامېلېدونکو شمېر 57 فیصده کم شوی دی.

په دې سروې کې په اتو افريقايي هېوادونو کې د 2200 خلکو نه پوښتنې شوي چې پکې برکينا فاسو، کيمرون، چډ، مالي، نايجر، نايجېريا، سوماليه او سوډان شامل دي.

د 1000 نه سېوا پکې هغه کسان دي چې مخکې د توندلارو ډلو سره لا په خپله خوښه لا په زور ملګري شوي وو.

د کال 2017 نه راپه دېخوا په ټوله افريقا کې کم نه کم 4155 حملې رپورټ شوې دي چې پکې د رپورټونو تر مخه 18,417 تنه وژل شوي چې د ټولو زياتې وژنې پکې په سوماليه کې شوې دي.

رپوټونه وایي د سوماليه حکومت دا وخت د الشباب وسلوالې ډلې خلاف داسې مهم اپريشن چلوي چې په تېر لس کاله کې يې مثال نه ليدل کيږي.

د چا نه چې پوښتنې شوې دي په دې کې د نايجېريا د بوکو حرام، د سوماليه الشباب چې د القاعده سره تړلې ډله ده، د غربي افريقا جماعت نصرت الاسلام ولمسلیمين او د داعش سره د تړلو ډلو غړي پاتې شوي دي.

رپورټ وايي په کال 2021 کې په نړيواله کچه د ترهګرۍ د لاسه په مرګونو کې 48 فیصده برخه د افريقايي هېوادونو ده.

د يو اين ډي پي ايډمينيسټريټر اشيم سټينر يوې خبري غونډې ته وويل په افريقا کې په توندلارۍ کې زياتوالی نه يواځې ژوند، امنيت او امن اغېزمن کوي بلکې د راتلونکو نسلونو د پاره په محنت سره شوې لاس ته راوړنې هم د خطر سره مخ کوي.

هغه وويل د توندلاۍ ضد کېدونکي پوځي عمليات ګران قيمته او تر ډېره حده غير موثر دي او د سخت دريځۍ خلاف لګېدونکې سرمايه د نه منلو تر حده کمه ده.

رپورټ وايي د رياست او خلکو رشته يو بل ته د نيزدېوالي پکار ده او وايي نزدې 71 فیصده هغه خلک دې توندلارو ډلو ته تللي دي‌ چې د رياستي امنيتي ادارو د لاسه د بشري حقونو د استحصال سره مخ شوي چې پکې وژنې او د کورونو د غړو د بندي کولو عمل هم شامل دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه وايي افريقا د مذهبي توندلارۍ نوې ځاله جوړه شوې ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*