افغانستان ترکمنستان ته د ۱۰۰ کسیز سوداګریز پلاوي د سفر وړاندیز وکړ

💬0

افغانستان ترکمنستان ته د ۱۰۰ کسیز سوداګریز پلاوي د سفر وړاندیز وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو پلاوی ترکمنستان ته سفر کړی، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د پراختیا لارې چارې وڅېړي.

د پلاوي غړو د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې، د افغانستان سفارت او د دغه هېواد د اورګاډي او ترانزیټ له مسؤلینو سره لیدنې او خبرې کړې دي.

په دغو لیدنو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې ظرفیتونه مطرح شوي او د ترکمنستان له چارجوی څخه د افغانستان شمال او مزارشریف ته د نوي ترانزیټي مسیر د جوړولو وړاندیز هم شوی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامه اړیکو آمر، احسان‌الله احسان وویل: «زموږ هڅه دا ده چې د ترکمنستان ترڅنګ له نورو هېوادونو سره هم د همکارۍ زمینه برابره کړو؛ له هغو هېوادونو سره چې د افغانستان تولیداتو ته اړتیا لري یا موږ یې بازارونو ته اړتیا لرو، څو د افغانستان خصوصي سکټور د دغو هېوادونو له خصوصي سکټور سره ونښلوو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې له ترکمنستان غوښتي چې افغانستان ته د ۱۰۰ سوداګرو او پانګوالو یو پلاوی واستوي.

په همدې حال کې، د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د دې وړاندیز هرکلی کړی او افغانستان ته یې د سوداګریز پلاوي د لېږلو او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی.

اقتصادي شنونکی، محمد نبي افغان وايي: «له ترکمنستان سره اړیکې زموږ لپاره ډېرې ګټورې دي. افغانستان کولی شي د نفتو او ګازو اړتیاوې له دغه هېواده پوره کړي. د سیمې د اوسنیو شرایطو او جګړو په پام کې نیولو سره، ترکمنستان کولای شي د افغانستان د انرژۍ اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.»

بل اقتصادي شنونکی، قطب‌الدین یعقوبي هم وايي:«ترکمنستان د خپل ستراتیژیک موقعیت او د اقینې او تورغونډۍ د بندرونو له لارې له افغانستان سره ښې سوداګریزې اړیکې لري او دا ډول سفرونه د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مرسته کولی شي.»

افغانستان او ترکمنستان په وروستیو کلونو کې د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ او د انرژۍ او پانګونې په برخو کې د ګډو ظرفیتونو د پراخې استفادې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان ترکمنستان ته د ۱۰۰ کسیز سوداګریز پلاوي د سفر وړاندیز وکړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*