افغانستان کې د نجونو مسمومېدل، ۷۷ يې روغتون ته لېږدول شوي

افغانستان کې د نجونو مسمومېدل، ۷۷ يې روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان کې د نجونو مسمومېدل، ۷۷ يې روغتون ته لېږدول شوي

چارواکي وايي، د شمالي سرپل ولایت په دوو لومړنیو ښوونځیو کې نجونې مسموم او روغتون ته وړل شوي. دا د جمهوری نظام تر ړنګیدو وروسته د نجونو د مسمومېدو لومړنۍ ستره پېښه ده.

د افغانستان حکومت د سرپل ولایت د پوهنې رییس محمد رحماني د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ میلادي کال جون ۴مه) اعلان وکړ چې ددغه ولایت  په دوو لومړنیو ښوونځیو کې د بیلابیلو برېدونو پرمهال ۷۷ نجونې مسموم کړاې شوي او اوس په روغتون کې بستر دي.

ګومان کیږي چې دا د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست کې د جمهوری نظام تر ړنګیدو راوروسته لومړی پېښه وي.

دغه حکومتی چارواکي، د مسمومولو ددې پېښه انګېزه شخصي دښمني بللې، خو په دې برخه کې یې نور جزیات ورنه کړل.

د رحماني په وینا،  ۶۰ زده کونکې د کبودآب نجونو ښوونځي او ۱۷ نورې د سنګچارک ولسوالۍ د فیض آباد د نجونو ښوونځي کې مسمومې شوي دي.

هغه آسوشیټډپرس سره په خبرو کې زیاته کړې: «دواړه لومړني ښوونځي یو بل ته نیږدې دي او یو په بل پسې په نښه شوي. مونږ زده کونکې روغتون ته لېږدولي او تر اوسه د هغوی روغتیايي وضعیت ښه دی.»

د افغان نجونو د لومړنیو ښوونځیو ددغو زده کونکو د مسمومولو مسؤلیت کوم چا یا ډلې پرغاړه نه دی اخېستی.

د افغانستان په پخواني راپرځول شوي حکومت کې د نجونو د مسمومولو دغسې پېښو د پړې ګوته تر ډېره مخالفینو ته نېول کېده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې د نجونو مسمومېدل، ۷۷ يې روغتون ته لېږدول شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*