افغانستان کې له ۵۰ سلنې ډېر د ښوونځي عمر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي

💬0

افغانستان کې له ۵۰ سلنې ډېر د ښوونځي عمر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) تازه ګډ راپور ښيي چې په افغانستان کې ۵۳ سلنې د ښوونځي عمر لرونکي ماشومان رسمي زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

یونیسف ویلي چې لا هم په افغانستان کې له دوه نیم میلیونو ډېرې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو بې‌برخې دي.

دغه سازمان زیاته کړې چې د مهارتونو د زده‌کړې پروګرامونه، ډیجیټلي زده‌کړې او په کورونو کې زده‌کړې نه شي کولای له ښوونځیو د پاتې شویو نجونو لپاره د رسمي زده‌کړو مناسب بدیل شي.

د راپور له مخې، په افغانستان کې د ښوونځي عمر لرونکو ماشومانو شمېر په ۲۰۱۹ کال کې له ۱۰.۴ میلیونو څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۱.۵ میلیونو ته لوړ شوی، چې له امله یې د هېواد پر ښوونیز نظام فشار زیات شوی دی.

دغه فشار په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې ډېر احساسېږي چې د راستنېدونکو کورنیو کوربه دي.

د راپور په یوه بله برخه کې راغلي چې د نجونو پر لوړو زده‌کړو لګول شوي محدودیتونه هم د افغانستان د ښوونیز نظام له سترو ننګونو څخه دي، چې د لوړو زده‌کړو په بنسټونو کې د محصلانو د شمېر د کمېدو لامل شوي دي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي دي: «د افغانستان د لوړو زده‌کړو سکتور، سره له دې چې له ۲۰۲۴ کال راهیسې د محصلانو په شمېر کې لږ زیاتوالی راغلی، لا هم د ۲۰۲۱ کال تر مخه مودې په پرتله د پام وړ کوچنی شوی دی. په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۰۸ زره محصلان د لوړو زده‌کړو په بنسټونو کې ثبت شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې ۱۸۹ زره و؛ خو لا هم د ۲۰۲۰ کال په پرتله ډېر ټیټ دی، چې هغه مهال د محصلانو شمېر شاوخوا ۴۳۰ زرو ته رسېده.»

یونیسف او یونسکو یو ځل بیا له اسلامي امارته غوښتي چې د نجونو پر زده‌کړو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي، څو د هېواد د ښوونې او روزنې په برخه کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتل شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې له ۵۰ سلنې ډېر د ښوونځي عمر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*