افغانستان کې مرګوني سېلابونه؛ لا هم ځينې کسان نادرکه دي

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طبي مرستو ډلې یوه غړي ډاکتر سمیع الحق غني د بي بي سي خبریال یما بارز ته وویل، د عامې روغتیا او نورو ملګرو طبي ټولنو په ګډون د روغتیا پالانو یوه ډله سېلاب ځپلو سیمو ته رسېدلې، چې د دارو درملو یوه جوپه یې هم له ځان سره هلته رسولې ده.

د روغتیا پالانو دغه ډله وايي، له دوی سره امبولانسونه هم وو او په سیمه کې یې د نژدې ۲۵۰ ناروغانو او ټپیانو درملنه کړې ده.

وغتیا پالان وايي، دوی هلته په کافي اندازه مرستې رسولې دي، خو مني چې په لېرې پرتو سیمو کې لا هم ښايي طبي مرستو ته ډېره اړتیا وي.

دغه روغتیا پالان دغه راز هغه اندېښنې هم تائیدوي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د ساري ناروغیو په تړاو راپوته شوې دي.

د طبي ډلې غړي ډاکتر سمیع الحق غني په دې هکله د بي بي سي خبریال ته وویل: ”له سېلاب وروسته د ساري ناروغیو احتمالي خطر شته، د عامې روغتیا ادارو ښايي په دې هکله احتیاطي تدبیرونه کړي وي او یا به پرې بوخت وي.”

بل لور د تېرې جمعې ورځې دې سېلابونو په هکله ویل کېږي، چې درانه ځاني او مالي زيانونه يې اړولي او اوس هم يو شمېر کسان نادرکه دي.

سېلابونو د افغانستان بغلان، بدخشان، هرات او غور ولايتونه ډېر ځپلي دي.

د بي بي سي خبريال يما بارز چې بغلان ته تللی وايي، “دلته حالت خواشينوونکی دی؛ خلک اندېښنه لري. هغه سيمې چې سېلاب سختې ځپلې د ژغورنې عمليات په کې روان دي او لا هم ځينې خلک نادرکه دي. “

نوموړی وايي، ځپل شويو سیمو ته يو څه مرستې رسېدلې، خو د لارو د خرابوالي له کبله اړتيا وړ اندازه مرسته نه ده ورغلې.

سيمه‌ ييز چارواکي هڅه کوي چې لارې پاکې کړي.

سېلابونه
د عکس تشریح،د بغلان يو اوسېدونکی محمد رسول له خپلې کروندې او کور سره چې سېلاب وړي

د مرګژوبلې په اړه بېلابېلې شمېرې ورکول کېږي. د بغلان ولایت د کډوالو چارو مشر محمد ابراهیم عمري وايي، ډېری زيان د دغه ولايت په بورکه او مرکزي بغلان کې اوښتی. دی زیاتوي چې هلته لږ تر لږه ۳۱۵ کسان وژل شوي او ۱۶۳۰ نور ټپیان دي او له ۲۶۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي.

نوموړي دا هم ويلي چې ښايي د ځاني او مالي زیانونو کچه لوړه شي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام په بغلان کې د وژل شویو شمېر له ۳۰۰ لوړ بللی او وايي له ۱۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

د ماشومانو د ملاتړ اداره یا سېف د چېلډرن وايي، په افغانستان کې سېلابونو شاوخوا څلوېښت زره ماشومان هم بې کوره کړي.

دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې د ځايي چارواکو له خولې لیکلي چې په دغو سېلابونو کې له ۱۲۰۰۰ ډېر کورونه زیانمن شوي یا نړېدلي چې له اتیا زرو ډېر کسان پکې اغېزمن شوي.

سېلاب

د افغانستان په شمال کې د سېلاب ځپلو د لاسنیوي لپاره یو لړ نوې ژمنې شوې او د طالبانو حکومت په همدې تړاو له نړیوالې ټولنې بېړنۍ مرسته غوښتې. ګڼو هېوادو او مرستندویو ټولنو د سېلاب ځپلو اړتیاوې بیړنۍ بللې او د لاسنیوي ډاډ یې ورکړی دی.

قطر له دغو سېلاب‌ځپلو سره مرستې ته له بېلا‌بېلو توکو بار یوه الوتکه پرون مراز شریف ته ورسېده. له دې مرستې سره تللي قطري چارواکي فهد عبدالله ویلي چې دا ۲۲ ټنه لومړي غیر خوراکي توکي دي چې کمبلې او خېمې هم په کې شاملې دي.

د نوموړي په وینا دوی غواړي له سېلاب‌ځپلو سره نورې مرستې هم وکړي.

په ورته مهال کې د ملګرو ملتونو کډوالو چارو اداره یو اېن اېچ سي ار وايي د افغانستان په شمال کې د سېلاب ځپلو خلکو اړتیاوې جدي دي او دوی له خپلو متحدینو سره پر اړو خلکو خیمې او نور اړین توکي ویشي.

د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو اېچ او هم ویلي چې د سیلابونو له امله د رامنځ ته شوي بېړني حالت ته جدي غبرګون دوام لري او په دې لړ کې یې د افغان او نړیوالو متخصصینو یوه ډله بغلان ولایت ته استولې چې روغتيايي چوپړوړنه وړاندې کړي.

ډبلیو اېچ او ویلي سېلاب ځپلو ولسوالیو ته یې د څارنې ۸ مرستندویه ډلې استولي چې وضعیت له نژدي وڅاري ترڅو د ساري ناروغیو د مخنیوي او پر وړاندې یې د چټک غبرګون اړوند ډاډ ترلاسه شي.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز ویلي چې اوه مټریک ټنه روغتیايي توکي یې د افغانستان شمالي ولایتونو ته د سېلاب ځپلو د درملنې لپاره لېږدولی دي.

سېلاب

د بغلان ولایت روغتیايي چارواکي وايي په سیلابونو کې د ټپیانو درملنه له نادولتي موسسو سره په همغږۍ او همکارۍ په ښه توګه روانه ده. د چارواکو وینا ده چې له بغلانه یو شمېر ټپیان د کندز او تخار په ګډون ځینو نورو ولایتونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بېړنیو غبرګونونو همغږي کوونکي جانز لینارسیک ویلي، په داسې حال کې چې په بشري برخه کې متحدین یې په افغانستان کې د سېلاب ځپلو په لاسنیوي بوخت دي په یوې الوتکې کې له سېلاب‌ځپلو افغانانو سره ۹۷ ټنه ژوند ژغورونکي توکي د کابل هوايي ډکر ته لېږدول شوي.

دغه راز د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله رامنځ ته شوې مرګژوبلې امریکا خواشينې کړې ده. هغه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د دوی همکاران، سختو اړمنو ټولنو ته د خوراک، اوبو او نورو اړينو توکو په ګډون، بېړنۍ مرستې برابروي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان وايي، په دې هېواد کې له وروستیو سېلابونو ژوندي پاتې شوي خلک نه کور، نه ځمکه او نه هم د ژوند کومه سرچینه لري. د دغې ادارې د ساحوي دفتر یو مشر حیات الله رسولي چې بغلان کې د سیلاب ځپلو سیمو ته ورغلی په یوه وېډیو کې وايي‌ سېلابونو بشپړې ولسوالۍ ویجاړې کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې مرګوني سېلابونه؛ لا هم ځينې کسان نادرکه دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*