القاعده

75
26

القاعده لا اوس هم د افغان شهیدانو پر وینو شخوند وهي

د دی مطلب غږیزه بڼه دلته واوری

د افغانستان تیرجهاد پرازیتونه لا اوس هم د افغان شهیدانو پر وینو شخوند وهي: تاوتریخوالی د افغانستان د اوسېدونکو کوم ذاتی ځانګړنه نه ده. هغه څه چې د دې خاورې د خلکو د هویت ځانګړتیاوی دی  له وطن سره مینه، خپلواکي، ملي غرور او د اسلام په چوکاټ کې د توحید احساس دی.  خو، د افغانانو دا سپیڅلی احساسات د تاریخ په اوږدو کې د جوړښت او تاریخي پلوه د ځینو پرازیتي او ځانپرسته سازمانونو لخوا په غلطه استفاده سوی دي. یو له دغو ډلو څخه چی د افغانانو د احساساتو څخه یی غلطه استفاده کړی القاعده ده.

القاعده په پیل  کی یوه کوچنی لوژیستیکي ډله  وه چی اکثرا عربان وه او  د پخواني شوروي د سور پوځ په وړاندې د  افغان جهاد د ملاتړ په پلمه یی سیاسي او جهادي کمپاین پیل کړ. خو د دې ډلې خود غرضه مشرانو په پای کې ځانونه د افغان جهاد د اصلي اتلانو  معرفی کړل او هغه هم زموږ په ګران هیواد کی دس سولی او د افغان جهاد د بریا د قیمت په بدله. اکثريت افغانان چې د القاعدې فعاليتونه يې له نږدې څېړلي دي، په دی نتیجه رسیدلی چی القاعده یوازی يوه سياسي پرازيت پرته بل څه نده چی تل یی د خپل کوربه ( افغانستان) لپاره بدمرغي راوستې.

د افغان  تیرجهاد پرازیتونه

القاعده په ۱۹۸۰ لسیزه کې د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغان جهاد په اوج کې راڅرګنده سوه. په هغه وخت کې چې د دې خاورې د خلکو تمرکز په جهادي مبارزو او بیا د ویجاړ شوي هیواد د بیارغونې په مبارزه کې مصروفه وه، القاعده هڅه کوله چې د ځان لپاره داسی نوم وګټي چی ګواکی د نړیوال جهاد مبارزین دوی دی او هڅه یی کوله چی د افغان جهاد د اعتبار د ځان وګڼي. هغه جهاد چې افغانانو په خورا ډیرو مشکلاتو ، د مال او ځان په قربانیو مخکی وړی. او هدف یی یوازی د  خدای د کلمې د لوړولو او د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کول و،  خو القاعدی بیا دا سپیڅلی مبارزه د پیسو راټولولو لپاره کارول.

د افغان  تیرجهاد پرازیتونه

القاعده  دافغان جهاد په نوم د راټولو سوی پیسو او حمایتونو څخه د مجلل محفلونه کوربتوب کاوه، د خپلو شخصی سفرونو لپاره یی پری الوتکی چارتر کولی، او یا یی هم د خپلو مشرانو لپاره رسنیز کامپینونه پری کول. دا ټوله هم په داسی وخت کی ترسره کیده چی  چې د افغانستان جنګیالیو د جهاد په خندقونو کې وینه تویوله، القاعده د خپلو مشرانو د اعلانولو لپاره د رسنیو له پرمختللو تخنیکونو څخه کار اخیست. القاعدې د دغو افغان شهیدانو وینه د القاعدې د اتلانو د انځورولو لپاره وکاروله.

په ډاګه باید وویل سی چی که هرڅومره هم ددی ډلی ښکاره منافقتونه په ګوته سی بیا به هم په القاعده کی ، چی یوازی د ځان لپاره د شهرت حاصلولو لپاره مبارزه ، څه تغیر را نسي. خو که د دوی منافقت افشا سی او له افغانانو سره یې شریک کړاي سی، نو دا به زموږ خلک د دې ډلې په اصلي هدف پوه کړی او که زموږ کوم مسلمان ورور کله هم په اشتباه دا فکر وکړی چی د القاعدی هدف یوازی اسلام دی نو هیله لرو چی زموږ دا لیکنه به ددوی لپاره د یو لنډ مهالی فکری مکث سی ترڅو سر خلاص کړی چی د القاعدی کارونه که هر نوم ورکړی خو بیا هم د اسلامی مبارزی تر عنوان لاندی نسی راتلی. دوی دخپلو مسلمانانو ورڼو د خواری ، مشکلاتو، او مبارزو څخه د پیسو ټولو او شخصی تبلیغاتو لپاره استفاده کوي.

12 Comments on "القاعده"

  1. القاعده یعنی انسان وژونکی دتیروشلو کار راهسی په افغانستان اونوره نړی کی په مشقوق ډول فعالیتونه ترسره کی چی دوی کړنو په ترڅ کی عام خلک وژل کیږی چی دوی انسان وژنی نه خونداخلی او دوی په شوق سره وژنه کی دانسان دایوه تراهګریزه شبکه ده چی دوی په نړی کی وخشت ناکه کړنی ترسره کړی چی دوی دسولی اتلان ګړل او چی دوی په داسی کړونوشره عام خلک ووژل او چی داسی کړونوسره دوی په دستونزوسره مخ کړه تولاجریان لری

  2. زه دي افغانستان هيله کوم مرسته وکړى

  3. حیات الله خاکسار | جون 2, 2024 at 3:10 ب.ظ | جواب

    داخوټوله پوهیږی خواوس سنګه کولای شوچی دافغانیستان څخه ووزو

  4. محازالله | جون 2, 2024 at 9:23 ب.ظ | جواب

    وظیفه غواړم په القاعده د نور کار نلرم

  5. میکایئل محبت | جون 3, 2024 at 5:41 ق.ظ | جواب

    داخقیقت دی چې په افغانستان باندې دا شل کاله ظلمونه چې وشول لامل یی دالقاعده ډالې مشراُسما بن الدین وو
    او اوس هم افغانستان دوی دځان ګټو په خاطراستعمالوې

  6. سلام من بکار هستم شش نفر استم

  7. من بکار استمشش نفر استم به ما کمک کنید

  8. سلام من بکاراستم شش نفراستم مارا کمک کند

  9. القاعده یوه دنړی لپاره یوه ګوهوونکی شبکه ده چی نړی زیات شمیر هیوادونوکی فعالیت تر سره کوی چی یوله هغه نه افغانستان دی چی دوی دافغانانو وژلوباندی ټیکی وحی او تجارت کی چی دوی اسلامی نړی ته ځان ددین اواسلام زیمه واران ګڼی چی دغه مفکوری دعواموپه په زښنیت منفی اغیزکی چی پدی سره ټولنه دبربادی خواته ځی.

  10. زه غواړم له افغانستان نه لړ شم زړه مي نه غواړي چې په افغانستان کې ژوند وکړم

  11. القاعده یو خطرناکه تو وخشت ناکه ډله ده چی نړی او ته سترګوګواخ دی چی دا متظرر فعلیتونه ترسره کوی او انسانانو وژنه ورته خوندورکی

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*