امرالله صالح: «خراسان» کلمه اوس د داع/ش په ولکه کې ده

امرالله صالح، چې د ا.ا. ضد سیاستوال دی، وايي، لږ تر لږه ۱۰ کاله کیږي، چې داع/ش د خراسان ښکلی نوم غلا کړی او غواړي دا د بغداد د خلافت تر قلمرو لاندې د یوه ولایت په توګه معرفي کړي». صالح وايي، د خراسان کلمه له خپلو ټولو تاریخي ارزښتونو سره، اوس د داعش په واک کې ده.

صالح د یکشنبې په ورځ پر خپل ټویټر ولیکل، چې “خراسان” له ټولو تاریخي ارښتونو سره سره، اوس په داع/ش پورې اړوند دی او هغه کسان چې د افغانستان نوم نه خوښوي او “خراسان” د هغه بدیل ګڼي، توضیح ته اړتیا نه لري، ځکه شمېر یې کم دی.

هغه د دوو نورو خراسانونو د موجودیت یادونه هم کړې، چې “د یوه یې موږ ټول د فکري ملکیت ادعا کوو او بل یې د ایران یو نه جلا کیدونکی ولایت دی چې یقینا تاسې حتا په خیال کې هم پر هغه د تعرض نیت نه لرئ».

صالح په دغه یادښت کې لیکلي، چې خراسان نور یوازې یو نوم دی او اووه هیوادونه له خراسان نه زیږیدلي چې افغانستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغیزستان دي.

هغه زیاته کړې چې په ځینو دغو هیوادونو کې ډیری خلک حتا د “خراسان” کلمې سره بلد نه دي.

د خراسان په اړه صالح وويل چې دا نوم د يوې ماضي واکمنې امپراتورۍ ته ورته دی، لکه د اينکا امپراتوري چې اوس يوازې د تاريخ په کتابونو کې پاتې ده، یا سانسکریټ او لاتین ته ورته دی چې اوس نه ترسترګو کیږي.

صالح زياته کړې چې په مبارزه کې باید تمرکز پر ځمکه وي، خو خیال او فانتزي په ډرامو، رمان او خيالي لیکنو کې په درد خوري.

صالح د ستر امپراتور احمد شاه بابا يادونه کړې، چې د خراسان د وروستي واکمن په توګه پېژندل کیږي او د هغه پر

مقبره په ښکلي فارسي لیک لیکل شوي چې «دلته د خراسان د پاچا ارام ځای دی»

.منبع

لومړی نظر وکړئ on "امرالله صالح: «خراسان» کلمه اوس د داع/ش په ولکه کې ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*