امنیتي ځواکونه وایي باجوړ او کوز دیر کې یې شپږ ترهګر وژلي

امنیتي ځواکونه وایي دخېبر پښتونخوا په ک قبایلي ضلعه باجوړ اؤ کوز دیز کې یې دترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې شپږ ترهګر وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان حکومت اؤ پوځ یو وارې بیا هیواد کې دترهګرو پرضد دعملیاتو کولو پرېکړه کړې ده اؤ پښتانه قام پرسته ګوندونه وایي دوي به پخپله خاوره د عملیاتو په نوم یو وارې بیا دپښتنو دبې کورۍ اؤ تباهۍ اجازه هیچاته ورنه کړي.

د چهارشنې په ورځ دپاکستان دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپل یو بیان کې ویلي چې پوځ افغانستان سره په پوله د پرتې قبایلي ضلعې باجوړ په لویې سم نومې سیمه کې دخفیه اطلاعاتو په اساس د ورانکارو پرضد عملیات کړي دي.

دپوځ بیان کې ویل شوي په دغه مهال دپوځ اؤ ترهګرو ترمنځ سخته نښته شوې چې پکې درې ترهګر وژل شوي اؤ دهغوي د ولکې نه چاودیدونکي مواد اؤ بارود هم ترلاسه شوي دي.

پوځ پخپل بیان کې د وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو نه ده ښکاره کړې خو ویلي یې دي چې هغوي په امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر بریدونو، هدفي وژنو اؤ قلنګ غوښتلو کې ککړ وؤ.

په عین حال کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو ویلي چې دکوز دیر په تالاش خټکي سیمه یې ترهګرو سره نښته کې دوه ترهګر وژلي دي.

پولیسو ویلي ترهګرو دنښتې په مهال په پولیسو د ډزو ترڅنګ دلاسي بم برید هم کړی خو وایي په ځوابي ناتاره ډزو کې دوه ترهګر وژل شوي دي.

دسي ټي ډي په بیان کې دعوه شوې ده چې وژل شوؤ ترهګر په څلورم اپریل دتالاش په بازار کې په رڼا ورځ دټریفک پولیس په یو عسکر ډزې کړې وې اؤ هغه یې وژلی ؤ.

پولیسو د وژل شوؤ وسله والو نومونه حفیظ الدین عرف عمر اؤ برهان الدین ښودلي اؤ ویلي یې دي چې د دواړو تعلق دملاکنډ سره ؤ.

دپاکستان امنیتي ځواکونو دترهګرو پرضد عملیاتو کې د وسله والو د وژنو دا دعوې په داسې حال کې کړې دي چې تېره اوونۍ دپاکستان دقامي سلامتیا دکمیټۍ په غونډه کې یو وارې بیا ګرد هیواد کې د ضرب عضب په څېر دهر اړخیزو عملیاتو پرېکړه شوې ده.

خو پښتانه قام پرست سیاسي ګوندونه، ولسي تحریکونه اؤ دمدني ټولني فعالان وایي چې که دپښتنو په خاوره بیا دعملیاتو په نوم دپښتنو دبې کوره کولو هڅه وشوه نو دوي به یې پرضد مزاحمت کوي.

دعوامي نیشنل ګوند دخېبر پښتونخوا صوبې صدر ایمل ولي خان پخپل یو تازه بیان کې ویلي چې دعملیاتو نه مخکې باید هغه کسان دقانون منګولو ته راکش کړل شي چاچې ترهګر بیا دلته راوستي اؤ اباد کړي دي اؤ هم یې هغوي دجیلونو نه خوشې کړې دي.

ایمل ولي خان دې لړ کې دپوځ دپخواني جرنیل فیض حمید،د پخواني وزیر اعظم عمران خان ، دهیواد دصدر عارف علوي ، دپښتونخوا دپخواني وزیراعلا محمود خان اؤ دهغه د ویاند بیرسټر سیف پرضد دمقدمو درج کولو غوښتنه هم کړې ده.

خو پخواني وزیراعظم عمران خان په دې وروستیو کې پخپلو زیاتره مرکو کې دا تورونه رد کړي دي چې ګنې ترهګر دهغه په حکومت کې بیا منظم شوي وؤ.

عمران خان پوښتنه راولاړه کړې ده چې هرکله ترهګر سر دوباره منظم کیدل نو دهیواد پوځي اؤ استخباراتي شبکو څه کول اؤ ویلي یې دهغوئ مخه نه نیوله؟

تېره اوونۍ دپاکستان په حکومتي اؤ پوځي مشرانو دمشتملې قامي سلامتیا دکمیټې دغونډې په اعلامیه کې هم دترهګرۍ دبهیر دبیا چټک کیدو علت دترهګرو سره نرمه رویه ښودل شوې وه

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امنیتي ځواکونه وایي باجوړ او کوز دیر کې یې شپږ ترهګر وژلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*