اورپکو په پاکستان کې د نجونو دوه ښوونځي سوځولي – مقامات 

اورپکو په پاکستان کې د نجونو دوه ښوونځي سوځولي - مقامات
اورپکو په پاکستان کې د نجونو دوه ښوونځي سوځولي – مقامات

په پاکستان کې چارواکي وايي چې اورپکو په شمالي وزیرستان کې د نجونو دوه ښوونځي سوځولي او نهه ټولګي یې وران کړي دي.

دا پېښه تېره شپه د «حسوخېل» او «ګل موسکی» په سیمو کې شوې ده.

په سیمه کې یو چارواکي ریحان ګل خټک وویل: «اورپکو د نجونو په دوو دولتي ښوونځیو کې دننه ماینونه ځای ځای په کړي او بیا یې د شپې ناوخته الوځولي دي.»

نوموړي وویل چې شپږ ټولګي د «حسوخېل» او درې «د ګل موسکی» په ښوونځیو کې وران شوي دي. هغه فرانس پرس اژانس ته وویل: «یقینآ چې اورپکو دا کار کړی خو لا دقیق نپوهېږو چې څوک په دې کې لاس لري.»

په سیمه کې یو پولیس مقام سلیم ریاض هم دا پېښه تائید کړې ده او ویلي دي چې «هره اړخیزه پلټنه» پیل شوې ده.

په شمالي وزیرستان کې اورپکي فعال دي، په تېرو ۲۰ کالونو کې پاکستاني پوځ او د امریکا بې پیلوټه الوتکو به وخت ناوخت په دغې سیمې کې اورپکي په نښه کول.

په کابل کې د جمهروری نظام له پرځیدو وروسته په پاکستان کې نا امنۍ زیاتې شوې دي.

د «ټي – ټي -پي » چې به ۲۰۰۷ کال کې جوړ شوی دی، له افغانانو څخه جلا دی خو مفکوره یې یوه ده. ټي – ټي -پي په دغه هېواد کې د نظام نسکورل او د «شریعت نفاذ» غواړي.

ټي – ټي -پي د ۲۰۲۲ د ډسمبر په میاشت کې د پاکستان له حکومت سره شوی تړون لغوه اعلان کړه، دا تړون د افغان حکومت په منځګړتوب شوی و. ټي – ټي -پي د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو په ضد د بریدونو اعلان کړی دی.

ټي – ټي -پي په قبایلي سیمو کې په ځینو سیمو کې کنترول هم درلوده، خو په ۲۰۱۴ کال کې پاکستاني ځواکونو هلته پراخ عملیات وکړل او ټي – ټي -پي یې وشړل.

منبع

11 Comments on "اورپکو په پاکستان کې د نجونو دوه ښوونځي سوځولي – مقامات "

  1. زه غوارم ده جرمی مملکت که تحصیلات می وکم زکه دیر خه او خاسته جای ده

  2. ښځی او نر دواړه حق لری چی زده کړی وکړی نو باید خونځی ویجاړ نه شی ترسوراتلونکی نسلونه مو باسواده وروزل شی

  3. No good idea

  4. د اکبر پاڼی نه

  5. ژبان فارسی استفاد گردد

  6. سلام زه سمیع الله یم او په کابل که ژوند کوم او اخپل یوه ولوشکی تجارت هم لرم او غواړم چی کانادا که تعلیم وکم او زما دښوخی ملک کانادا دی

  7. مه میخواهیم که ب دلیل که دارم جان مه درخت است مه نهمتوان درس بخوان این جان مشکل است لطفان کمک کن

  8. السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*