اوکراین پر مسئلې اروپا ته د امریکا د وزیر سفر

د اوکراین پر مسئلې اروپا ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر
د اوکراین پر مسئلې اروپا ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به د مونشن په امنيتي کنفرانس کې ګډون وکړي، خو امریکایي چارواکو دا نه ده تائیده کړې چې آیا نوموړی به هلته د چین له چارواکو سره هم وويني او که څنګه؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اروپا ته سفر کوي. هغه به نن د پنجشنبې په ورځ د المان په »مونشن امنیتي کنفرانس« کې ګډون وکړي او تر هغې وروسته به ترکیې او یونان ته ولاړ شي.

د مونشن په امنیتي کنفرانس کې به د امریکا مرستیال ولسمشره کامیله حارس هم له بلینکن سره ملګرتیا وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې امریکایي چارواکي به د دوه اړخیز او هر اړخیزو ملاقاتونو په جریان کې د اوکراین پر لا زیات ملاتړ بحث او خبري وکړي.

دغه کنفرانس پر اوکراین د روسیې تر یرغل یو کال وروسته ترسره کیږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې خبرې له تائیدولو څخه انکار کړی دی چې امریکایي چارواکي به له چینایي چارواکو سره ملاقات وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې، هم د منشن په امنیتي کنفرانس کې ګډون کوي.

د امریکا او چین تر منځ کړکیچ هغه وخت زیات شو، کله چې واشنګټن د یوه چینایي بالون د ویشتلو ادعا وکړه. امریکا ویلي وو چې بیجینګ له دې بالون څخه د جاسوسۍ په موخه استفاده کوله. د همدې جنجال له امله بلینکن بیجینګ ته خپل پلان کړی سفر هم لغوه کړ.

بلینکن نور چیرته ځي؟

تر مونشن وروسته به بلینکن ترکیې ته سفر وکړي، چیرې چې به هغه د تیرې اونۍ له زلزله ځپلو سره د مرستې او بیارغونې کارونو د لیدو په خاطر انجرلیک هوایي اډې څخه لیدنه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به تر هغې وروسته د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم وويني او له نورو ترکي چارواکو سره د لیدنې کتنې په خاطر به ممکن انقرې ته هم لاړ شي.

واشنګټن په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د شاملولو په برخه کې د انقرې د اندېښنو لیري کولو هڅه کوي، ځکه په دغه لویدیځ دفاعي تړون کې د یوه نوي غړي د شاملیدو په خاطر د ټولو غړو هیوادونو بشپړې موافقې ته اړتیا ده.

یوه بله موضوع د ترکیې له خوا له امریکا څخه د نوو جنګي الوتکو د خریدارۍ په هکله ده. د امریکا د کانګرس یو شمیر غړي په ترکیې کې د بشري حقونو خراب وضعیت ته په کتلو سره د دې دفاعي معاملې مخالفت کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د خپلې دورې په پای کې اتن ته لاړ شي، چیرې چې به هغه د ترکیې او یونان ترمنځ کشمکش، دفاعي همکارۍ او ختیځ مدیترانه کې د انرژۍ پر امنیت خبرې وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اوکراین پر مسئلې اروپا ته د امریکا د وزیر سفر"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*