په کابل کې د «سولې» استوګنیز ښارګوټي د B4 بلاکونو د جوړولو چارې پیل شوې

💬0

په کابل کې د «سولې» استوګنیز ښارګوټي د B4 بلاکونو د جوړولو چارې پیل شوې

په کابل کې د «سولې» استوګنیز ښارګوټي د B4 بلاکونو د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل په پنځم مکروریان کې د معیاري استوګنځایونو د برابرولو په موخه د «سولې» استوګنیز ښارګوټي د B4 بلاکونو د جوړولو چارې د پیل شوې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د پرانیستې په مراسمو کې د دې پروژې د چارو پیل د کورونو د کمښت د راکمولو لپاره یوه هڅه بللې او ویلي یې دي چې د نفوس زیاتوالی، د استوګنځایونو او عامه خدمتونو کمښت په کابل کې له مهمو ننګونو څخه دي.

هغه زیاته کړې چې د نویو رغنیزو پروژو د پیل ترڅنګ هڅه کېږي، د تېر حکومت نیمګړې پروژې هم بشپړې شي او د پنځم مکروریان او نوي کابل په څېر پروژې د استوګنځایونو د کمښت په راکمولو کې مرسته وکړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په دې اړه وویل: «د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې د دې پروژې په څېر هغه پروژې بشپړې کړي چې چارې یې د کابل د پخوانۍ ادارې له لوري د بېلابېلو خنډونو د رامنځته کېدو له امله ځنډېدلې وې.»

ورته مهال، د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل: «اوس مهال د کور جوړونې په برخه کې د پانګونې ډېر فرصتونه شته. له یوې خوا له بېلابېلو هېوادونو څخه د کډوالو په راتګ سره د استوګنځایونو اړتیا زیاته شوې او له بلې خوا هېوادوال هم استوګنځایونو ته اړتیا لري. اسلامي امارت له ټولو هغو پروژو ملاتړ کوي چې د هېواد د پراختیا او ابادۍ لپاره وي.»

بلخوا، د کور او ښار جوړولو وزیر ویلي چې هېوادوالو ته د استوګنځایونو برابرول د دغه وزارت له موخو څخه دي او هڅه کېږي چې ښارونه د منظمو پلانونو پر بنسټ پراختیا ومومي.

هغه زیاته کړې چې د دې پروژې پلي کېدل څرګندوي چې په هېواد کې اقتصادي فعالیتونه دوام لري او د پروژو پر وړاندې د خنډونو رامنځته کول د پراختیا او اقتصادي فعالیتونو بهیر نه‌شي درولای.

د کور او ښار جوړولو وزیر، نجیب‌الله حیات حقاني په دې اړه وویل: «تر اوسه د معیاري کور جوړونې په برخه کې هغسې کار نه دی شوی لکه څنګه چې باید شوی وای. له همدې امله وزارت ژمن دی او هڅه کوي چې د کور جوړونې په برخه کې هر ډول پراختیا په معیاري بڼه ترسره شي. همدارنګه، د هرات، کندهار، خوست، لوګر او ننګرهار په ګډون د بېلابېلو ولایتونو د ښارونو ماسټرپلانونه به تصویب شي.»

دا پروژه پر نږدې یو زر او ۳۰۰ جریبه ځمکه جوړېږي او د نږدې ۲۵ زره کسانو لپاره د استوګنې ظرفیت لري.

په دې پروژه کې ۱۱۸ اتلس پوړیز بلاکونه شامل دي. په لومړي پړاو کې به ۲۰ استوګنیز بلاکونه جوړ شي چې هر یو به ۱۳۷ استوګنیز واحدونه ولري.

ویل کېږي چې دغه استوګنیز بلاکونه د ریښتر په کچه د نږدې لس درجې زلزلې پر وړاندې د مقاومت وړتیا لري.

د پروژې د پلي کوونکي شرکت رییس بهادر ایدوغان وویل: «موږ هڅه کوو چې د دې پروژې په جوړولو کې له پرمختللو لارو چارو کار واخلو. په لومړي پړاو کې ۲۰ استوګنیز بلاکونه جوړېږي او نږدې ۵۰۰ کسانو ته، چې انجنیران، تخنیکي کارکوونکي او عادي کارګران پکې شامل دي، د کار زمینه برابره شوې چې ۹۹ سلنه یې افغانان دي.»

د پنځم مکروریان پروژه چې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې پیل شوې وه، ۱۲ کاله درېدلې وه او د ستونزو تر هواري وروسته یې چارې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې بیا پیل شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتو له مخې، د پروژې د لومړي پړاو چارې اوس تر ۷۰ سلنې ډېرې بشپړې شوې او شپږ نیمګړي استوګنیز بلاکونه هم بشپړ شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په کابل کې د «سولې» استوګنیز ښارګوټي د B4 بلاکونو د جوړولو چارې پیل شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*