د افغان او ایراني ځواکونو ترمنځ په پوله کې نښته شوې

ایراني

د افغانستان او ایراني ځواکونو ترمنځ په نیمروز ولایت کې د دوو هیوادونو په پوله کې سپکې او درنې وسلې تبادله شوي دي.

د نیمروز د امنیه قوماندانۍ ویندوی ګل احمد رسنیو ته وویل چې دا نښته د ګودرعبدالرحمان خان په سیمه کې شوې ده.

ده د نښتې په نتیجه کې دواړو خواوو ته د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه څه ونه ویل.

خو په نیمروز کې ځینو شاهدانو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې افغان او ایراني پوله ساتو د یو بل پر خلاف له درنو او سپکو وسلو کار اخیستی دی.

همداراز د نیمروز د مرکز زرنج اوسیدونکو تاند ته ویلي چې پر ښار د ایران له لوري راکټونه لګېدلي او یو شمېر کرونو ته یې زیانونه اړولي دي.

دغو سرچینو د ایراني توغندو د لګېدو په اړه د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل خو په ټولنیزو رسنیو کې د نیمروز ځینو اوسیدونکو ویلي چې په زرنج کې لږترلږه یو تن ټپي شوی دی.

تراوسه پورې د دې نښتې علت نه دی څرګندی شوی. په کابل او تهران کې د دوو هیوادونو چارواکو هم تر دې دمه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران او افغانستان د پوله ساتو ترمنځ په وروستیو میاشتو کې په ځلونو دا ډول نښتي شوي دي. خو نننۍ نښته په داسې ورځ وشوه چې ایران په کابل کې یو ستر سوداګریز مرکز پرانیست.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغان او ایراني ځواکونو ترمنځ په پوله کې نښته شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*