ا.ا : د تمدن تلویزیون د ځمکې د غصب او یو سیاسي ګوند سره د تړاو له امله تړل کیږي

د ا.ا د حکومت د عدلیې وزارت وايي چې د تمدن تلویزیون په نوم د یوې خصوصي رسنۍ، د خاتم النبیین پوهنتون او مدرسې د تړلو پریکړه یې کړې ده.

ددغه وزارت ویاند قاري برکت الله رسولي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د هر ډول فعالیت د منع کیدو وروسته سیاسي ګوندونه هم په دغه هیواد کې لغوه شوي او سیاسي ګوندونو پورې تړلې رسنۍ هم د فعالیت حق نلري.

هغه ویلي: “د تمدن تلویزیون، خاتم‌النبیین پوهنتون او مدرسې فعالیت له “حرکت اسلامي افغانستان” سیاسي ګوند سره د تړاو او د امارتي [دولتي] ځمکې د غصب په دلیل بندېږي چې د همدې له امله ددغو دریو یادو ادارو فعالیت بند او د عدلیې وزارت له خوا یې دفترونه تړل کیږي”.

د قاري برکت الله رسولي د وینا له مخې د پنجشنبې په ورځ ددې مسلې په تړاو د خبر ورکولو لپاره د عدلیې وزارت یو پلاوی د تمدن تلویزیون ته ورغلی و او ددغو ادارو د تړلو پر مسله یې ددغې رسنۍ د چارواکو سره خبرې کړي دي.

رسولي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت منع دی او د هر ډول حزبي فعالیت سره به شرعي او قانوني چلند کېږي.

د ا.ا. د حکومت د عدلیې وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي د تیر ۲۰۲۳ کال د اګست ۱۶ (زمري ۲۵) کابل کې یو خبري کنفرانس ته ویلي وو، ددې لپاره چې سیاسي ګوندونه نه شرعي بڼه لري او نه هم د ملت ګټې پکې خوندي دي په افغانستان کې یې فعالیت په مطلق ډول بند دی.

هغه ویلي وو: “زمونږ او ستاسو تجربو ثابته کړه دا ملت چې څومره وران دی ددې یوازینۍ علت همدا سیاسي ګوندونه دي”.

همداشان د ا.ا. د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د تیر ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په میاشت کې ویلي و چې په افغانستان کې د ټولو هغو رسنیو ارزونه کوي چې سیاسي ګوندونو پورې تړلي دي.

خو د تمدن د تلویزیون عمومي رئیس او د خاتم النبیین پوهنتون او مدرسې د امتیاز خاوند محمد جواد محسني په یوه اعلامیه کې چې د ایکس په پاڼه یې خپره کړې پر غصب شوې ځمکې باندې د تمدن د تلویزیون د ودانۍ جوړیدل او د فعالیت ادعا رده کړې او ویلي دي چې د دې تلویزیون ودانۍ په یوه اخیستل شوې ځمکه باندې جوړه شوې چې د یو شخص ملکیت وو او شرعي قباله یې هم شته دی.

هغه ویلي: “د خاتم النبیین علمیه ځمکه هم په تیر حکومت کې په رسمي ډول په شرعي قبالې او د اوږدو قانوني پړاونو د تیریدو وروسته د مدرسې، جومات، کتابخانې، اسلامي څیړنو مرکز، زده کوونکو لیلیه او د کنفرانسونو سالون د حضرت ایت الله محسني په واک کې ورکړل شوی دی چې اسناد او شرعي قباله یې هم شته دی”.

د تمدن د تلویزیون رئیس چې د خاتم النبیین پوهنتون ګډ رئیس هم دی ویلي دي چې د لوړو زده کړو دا موسسه په یو کرايي ودانۍ کې فعالیت لري او هیڅ ډول ملکیت نلري.

همداشان هغه د حرکت اسلامي ګوند سره ددغې ادارې هرډول اړیکې لرل رد کړي دي او دغې موسسې د ایت الله محنسي د استعفی وروسته چې اسناد یې هم شته فعالیت پیل کړی دی.

په عین وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه خبرپاڼه کې د تمدن د تلویزیون د یوې سرچینې د وینا پر اساس ویلي چې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د یو رسمي غوښتنلیک په ترڅ کې غوښتل چې د تمدن تلویزیون د ” ګوندي رسنې” تر نامه لاندې وتړي، خو د ا.ا د ځینو چارواکو د تیلیفوني تماسونو وروسته دغه وزارت د تلویزیون د تړلو له پریکړې لاس واخیست.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: “دغه پلاوي یادونه کړې چې په یوې یا دوه ورځو کې به په دې اړه وروستۍ پریکړه وشي…د افغانستان د خبریالانو مرکز د تمدن د تلویزیون د تړلو لپاره هڅه سیاسي او د هیواد [افغانستان] د رسنیو د قانون پر خلاف ګڼي”.

دغه مرکز د ا.ا. څخه غوښتي چې ازادو رسنیو سره دې سیاسی چلند څخه کار نه اخلي او په رسنیو د فشار او ګواښولو څخه دې لاس واخلي.

د تمدن خصوصي تلویزیون په ۱۳۸۵ لمریز کال کې په کابل کې د حرکت اسلامي ګوند د پخواني مشر ایت الله محمد اصف محسني له خوا تاسیس شوی دی.

ا.ا. په تیرو نږدې دریو کلنو کې په پرله پسې ډول پر رسنیو او خبریالانو باندې فشارونه زیات کړي دي چې له امله یې د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان “ارایس ایف” د یو راپور له مخې په لسګونو رسنۍ بندې شوي او په زرګونو خبریالانو په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

د ا.ا. د حکومت د اطلاعاتو او فرهنک وزیر په مشرۍ د رسنیو د سرغړونو د ارزونې کمیسیون تیره میاشت د افغانستان انټرنیشنل په نوم د یوې تلویزیوني شبکې خپرونې چې په بهر کې فعالیت کوي په افغانستان کې بندې کړې او د خبریالانو او تحلیګرانو څخه یې وغوښتل چې ددغې رسنۍ سره دې همکاري نه کوي.

ددې پریکړې وړاندې ا.ا. حکومت د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل د میاشتې په ۱۶ په افغانستان کې د نور او بریا په نومونو د دوو تلویزیوني چینلونو فعالیت باندې هم بندیز لګولی وو او ددغو رسنیو دفترونه یې تړلي وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ا.ا : د تمدن تلویزیون د ځمکې د غصب او یو سیاسي ګوند سره د تړاو له امله تړل کیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*