د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د پنځو کلونو پوره کېدو ته غبرګونونه

💬0

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د پنځو کلونو له پوره کېدو سره هم‌مهاله، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

یونیسف ټینګار کړی چې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونو ته پکې د منځنیو او لوړو زده‌کړو دروازې تړلې دي.

د یونیسف اجراییوي مشرې کاترین راسل ویلي: «پنځه کاله وړاندې په همدې ورځ، په افغانستان کې تنکۍ نجونې له منځنیو او لېسو زده‌کړو منع شوې. هره نجلۍ حق لري زده‌کړې وکړي او خپلې وړتیاوې وکاروي. یونیسف د افغانستان له واکمنو چارواکو غواړي چې د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.»

یونیسف له اوسني حکومت څخه غوښتي چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه ژر تر ژره لرې او ټولو نجونو او ښځو ته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي.

د یونیسف د اړیکو څانګې مشر دانیل تیمه ویلي، دغه بندیز باید پای ته ورسېږي، ځکه د میلیونونو نجونو راتلونکی ترې اخلي او د هېواد پر پراختیا هم ناوړه اغېزې لري.

په ورته وخت کې، د بښنې نړیوال سازمان هم له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د نجونو پر مخ د لوړو زده‌کړو د بیا پرانیستلو لپاره اقدام وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي: «د افغانستان د ښځو او نجونو ترڅنګ ودرېږئ او له نړیوالې ټولنې وغواړئ چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د نجونو ښوونځي ژر تر ژره بېرته پرانیزي.»

پنځه کاله وړاندې په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې ودرول شوې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د پنځو کلونو پوره کېدو ته غبرګونونه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*