پولیس: باجوړ کې ځانمرګي حمله شوې، د اېف سي لږ تر لږه پېنځه عسکر زخمیان شوي

د خېبرپښتونخوا په باجوړ ضلع کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ ځانمرګي حمله شوې ده او پولیس ویلي په چاودنه کې د اېف سي ځواک لږ تر لږه پېنځه عسکر او دوه ملکي کسان زخميان شوي دي.

د باجوړ د پولیس مشر یا ډي پي او مطبوعاتو سره شریک کړی شوي پېغام کې د پېښې تصدیق وکړو.

په سمدستي ډول د حملې د ذمه وارۍ په اړه څه نه دي وېل شوي چې ایا چا منلې او که نا؟

د جولای د میاش په 30مه په باجوړ کې د يوې سياسي غونډې په مهال ځانمرګی بريد کې د تر 63 پورې کسان وژل شوي وو. داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.

منبع

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د اېف سي ځواک پر ګاډي په برید کې یو سرتېری ژوبل شوی دی.

د باجوړ د پولیسو یوه چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له کبله د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې برید د اګست پر نهمه مازیګر شاوخوا څلور بجې د باجوړ په لرو خلوزیو کې شوی دی.

د ده په خبره، د ځواکونو ګاډی پر ګزمه روان وو چې د حملې ښکار شو.

د اېف سي ځواک یوه سرچینه وايي، له لومړنیو پلټنو ښکاري چې برید ځانمرګی وو.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر ۳۰مه د باجوړ په خار تحصیل کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د ضلعي غونډې پر مهال په ځانمرګي برید کې ۶۳ تنه وژل شوي ول او تر ۱۰۰ زیات ژوبل ول.

د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پولیس: باجوړ کې ځانمرګي حمله شوې، د اېف سي لږ تر لږه پېنځه عسکر زخمیان شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*