پاکستانيو ځواکونو په باجوړ کې د داعش یو قومندان او دوه نور اورپکي وژلي

باجوړ

د پاکستان امنیتي ځواکونو د افغانستان پولې ته نږدې باجوړ کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې یا داعش یو قومندان او دوه نور اورپکي وژلي دي.

لوېدیځو اژانسونو د پاکستان د پوځ په حواله ویلي، چې د داعش دغه قومندان د چهارشنبې په ورځ په باجوړ سیمه کې له منځه وړل شوی.

اسوشېټېډپریس په خپل راپور کې د داعش د دغه قومندان نوم شفیع‌الله یاد کړی دی او د پاکستان د پوځ په حواله یې ویلي، چې د امنیتي ځواکونو او ملکیانو د وژلو په بېلابېلو پېښو کې یې لاس درلود.

خبر کې راغلي، امنیتي ځواکونو باجوړ کې د داعش پر دغه پټنځای د عملیاتو په پایله کې وسلې او مهمات هم نیولي دي.

پاکستاني پوځ دې وروستیو کلونو کې له افغانستان سره په نږدې پرته قبایلي سیمه کې څو ځله عملیات کړي، خو لا هم دغلته کورنۍ او نړیوالې سخت دریځې ډلې فعاله دي، چې وخت نا وخت په پاکستاني اهدافو بریدونه کوي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو د افغانستان پولې ته نږدې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې یا داعش یو قومندان او دوه نور اورپکي وژلي دي.

لوېدیځو اژانسونو د پاکستان د پوځ په حواله ویلي، چې د داعش دغه قومندان د چهارشنبې په ورځ په باجوړ سیمه کې له منځه وړل شوی.

اسوشېټېډپریس په خپل راپور کې د داعش د دغه قومندان نوم شفیع‌الله یاد کړی دی او د پاکستان د پوځ په حواله یې ویلي، چې د امنیتي ځواکونو او ملکیانو د وژلو په بېلابېلو پېښو کې یې لاس درلود.

خبر کې راغلي، امنیتي ځواکونو باجوړ کې د داعش پر دغه پټنځای د عملیاتو په پایله کې وسلې او مهمات هم نیولي دي.

پاکستاني پوځ دې وروستیو کلونو کې له افغانستان سره په نږدې پرته قبایلي سیمه کې څو ځله عملیات کړي، خو لا هم دغلته کورنۍ او نړیوالې سخت دریځې ډلې فعاله دي، چې وخت نا وخت په پاکستاني اهدافو بریدونه کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستانيو ځواکونو په باجوړ کې د داعش یو قومندان او دوه نور اورپکي وژلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*