بریتانیا ته نورو هېوادونو کې د ایسارو افغان خبریالانو د راوستلو غوښتنه شوې

بریتانیا ته

په بریتانیا کې د رسنیو پنځو مدافع سازمانونو په یوه لیک کې د بریتانیا له کورنیو چارو وزیرې سویلا براورمن نه غوښتي چې په نورو هېوادونو کې په تمه ناستو افغان خبریالانو لپاره د بیا مېشتولو د راتلونکي پړاو په اړه وضاحت ورکړي.

ګارډین ورځپاڼې پخپل رپوت کې ددغه لیک په اړه لیکل شوی، ویلي دا مهال سلګونه افغان خبریالان پاکستان او ایران کې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي چې “بریتانیا ته د هغوی د راوستلو او مېشتولو په باب د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ناغېړیو د خبریالانو د مدافعو بنسټونو غوسه راپارولې ده”.

دغو سازمانونو د بریتانیا له کورنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې ددغو خبریالانو دوسیو ته د رسېدنې په پړاوونو کې له شفافیت کار واخیستل شي.

جرمني، فرانسې او کوسوو له هغو هېوادونو دي چې ګڼو افغان خبریالانو ته یې پنا ورکړې ده.

خو ګوتنیکوونکي بریتانیا ته د پړې ګوتې نیسې چې ګنې په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان کې د لوېدیځ د ماموریت پرمهال چې دغو خبریالانو د دوی ملاتړ کاوه، اوس بریتانیا پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.

د (انډکس سانسورشیپ) مشر مارتین برایټ ویلي، دغه سازمان په پاکستان او ایران کې د افغان خبریالانو د لېږد او اسکان بې شمېره غوښتنلیکونه ترلاسه کړي.‌

دی وايي، ظاهراً چې دغه خبریالانو د مېشتېدو له شرایطو سره برابر وو،‌ خو هغوی ته هېڅ ډاډ نه دی ورکړل شوی.

تېره میاشت، یو رپوټ خپور شو، چې اسلام اباد کې پولیسو ځینې افغان خبریالان نیولي، ګرځنده ټیلیلفونونه، لپ ټاپونه او کامرې یې ترې اخیستي دي.

د محکمې له پرېکړې وروسته ته د بي بي سي د اتو پخوانیو افغان خبریالانو پر لېږد بیا غور کېږي.

یاد لیک د رسنیو او د وینا د ازادۍ ټلوالې، انډکس انډ سانسورشیپ، د بریتانیا د خبریالانو ملي اتحادیې، پن‌انټرنېشنل او انګلېش‌پن په نامه بنسټونو دغه لیک لیکلی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بریتانیا ته نورو هېوادونو کې د ایسارو افغان خبریالانو د راوستلو غوښتنه شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*