په ټوله بلوچستان صوبه کې د ډي اين اې معلومولو انتظام نه شته

د سوځېدليو مړو، جرم معلومولو، ځانمرګو بریدونو، جنسي تېریو او وراثت معلومولو لپاره ډي این اې ضروي ده، خو په بلوچستان کې یې تر اوسه پورې یوه لیبارټري هم نه شته.

‎په بلوچستان کې دوې اوونۍ وړاندې د مسافرو بس له پل څخه د لوېدلو او پرې د اور لګېدلو له امله 40 کسان سوځېدلي وو او د پېژندګلو نه وو پاتې. بیا یې مړي کراچۍ ته د ډي این اې ټیسټ لپاره لېږلي وو چې معلومات یې وشي او خپلوانو ته حواله کړی شي.

‎د مړو شوو خلکو خپلوان وایي چې د مرګ اواز یو اړخ ته خو بیا کراچۍ ته وړل او هلته ورته انتظار کول چې د مړي پېژنګلو یې وشي، نو غم يې درې چنده سېوا وو.

‎ډاکټرعایشه فیض چې په سېول هسپتال کوټه کې مېډيکو لیګل افسره ده وايي “په ټول بلوچستان کې د ډي این اې معلومولو لپاره فارنزک لیبارټري نه شته ”.

‎محمد جمیل چې خېبر میډیکل کالج کې د فارنزک لېب مشر دی وایي، پنجاب فانزک ساینس ایجنسي لاهور کې ده، چې د پنجاب د کورنیو چارو د وزارت لاندې کار کوي، ډېر جدي آلات لري او د پنځوس نه زیات ساینس پوهان لري. کراچې کې هم لیبارټري شته او پېښور کې هم خو په بلوچستان کې نه شته.

‎د وي او اې ډیوه په «لویه خېبر پښتونخوا» خپرونه کې ډاکټرعایشه وویل چې په بلوچستان کې ډېر نامعلومه مړي موندل کیږي چې د پیژندګلو لپاره یې د ډي این اې کول ضروري وي خو په صوبه کې د فارنزک لیبارټرۍ د نشتوالي له کبله دا کار نور هم ګران شي او بیا زیات تره دا د عدالت په مقدمو کې پکار راځي.

‎ډاکټر عایشه زیاته کړه چې ځيني مړي سوځېدلي وي لا بیخي خراب شوي وي نو دا ضروري وي چې ډي این اې یې وشي. خو بلوچستان کې دا سهولت نشته او لاهور ته چې ولېږل شي نو پنجاب فارنزک ساینس لیبارټري د پینځو میاشتو نه مخکې خو کله نه راځي او کله خو د کاله پورې وخت واخلي.

‎ډاکټر عایشه په خؤرونه کې وویل چې که په بلوچستان کې په دې جوړې ودانۍ کې دا لیبارټري کار پيل کړي نو په شل ورځو کې به رپورټ ترلاسه کیږي.

‎محمد جمیل چې په خيبر میډیکل کالج کې د ډي اين اې د فارنزک ليب مشر دی وایي “دا په وراثت کې، په جنسي تېري کې، په هغه واقعه کې چې شناخت پکې نه کیږي، د بچي د کورنۍ او وينې په معلومولو کې پکار راځي’’.

‎ښاغلي جمیل وویل چې کله هډوکي میلاو شي یا سوځېدلی وجود وي لا کوم ځانمرګي برید کې د شناخت د پاره وي نو د ډي این ای نمونې اخیستل کیږي.

‎محمد جمیل ډيوه ته وویل چې ډي این ای د هر انسان د بل انسان نه جدا وي. ډي این اې د مور پلار نه په وراثت کې راځي.

‎ښاغلي وویل چې د ډي این اې یو خاصيت دا وي چې د ټول بدن یو شانتې وي. که د وېښتو نه واخیستل شي هډوکو، وینې، دلاړو یاو لا د وجود د کوم بل برخې نه نو دا په فورنزیک انویسټګیشن یا د جرم په شناخت یا د مجرم په معلومولو کې ډیر اهم کردار لري.

‎ډي این اې د فنګر پرنټس یا د ګوتو د نشانو نه ډېر په اسانه کار کوي. که چېرې ګوتې سوځېدلې وي لا هډوکي وموندل شي یا بل څه داسې کوم ثبوت لکه د مثال په توګه وینه، لاړې، مني، وېښتان نو دا ډیره اساني پیدا کوي او بله دا چې ډي این اې د مور او پلار او بچو سره یو شان وي، چې د ډي این اې پروفایلنګ ترې هم کېدی شي.

‎ښاغلي زیاته کړه چې دا په کورنۍ ريښه معلومولو کې هم مهم وي، هسپتال کې داسې کېسونه هم راشي چې دعوه پکې وشي چې وايي د هغوی زوی شوی وو او لور یې ورکړې نو دغه کېس کې هم ډي این اې اخیستل کیږي.

‎ښاغلي جمیل وویل چې بهر ملک کې هم چې څوک وي او خپل بچي بوتلل غواړي نو کله کله بیا داسې هم کیږي چې د ماشومانو ډي این اې ترې غوښتل کیږي چې معلوم کړي ایا واقعي ماشومان د هغو دي؟

‎هغه وي او اې ډيوه ته وویل چې کله ماشوم ورک شوی وي او ډېره موده وروسته وموندل شي نو هم یې ډي این اې کولی شي چې وراثت کې مسلې را نه شي او داسې نور هم ډېر کیسونه وي چې لیبارټرۍ ته يې نمونې راوړل کیږي.

‎دې پوښتنې ته چې د تېروتنو ګنجایش پکې وي او کنه؟ ښاغلي جمیل وویل چې یوه تېروتنه وي او بل د قصده کار کول وي نو د غلطۍ ګنجایش پکې نه نه وي، خو وایي د جنسي تېریو په مسله کې دا وي چې نمونې واخیستل شي او خیال یې ونه نه ساتل شي نو هغه کې مایکروب یا فنګل ګروت وشي چې بیا یې څېړنه مشکله شي.

‎ښاغلي وویل چې پېښور کې فارنزیک لیب په فرورۍ 2018 کې جوړه شوې او کار یې پیل کړی. دا په خېبر میډکل کالج کې لومړنۍ لیباټري ده. معیاري او جديد آلات او مشینونه په دې لیبارټرۍ کې موجود دي.

‎محمد جمیل وویل چې شپږ نیم سوه کیسونو کې د لس زرو نه زیاتې نمونې پراسس کړي چې پکې د ځانمرګي اندامونه معلومول هم شامل دي .

‎ښاغلی جمیل وایي مسایل دا دي چې دا د خېبر میډیکل کالج د زده کوونکو لپاره ده او دا ځانله یو فارنزک لیبارټري نه ده. د کالج د فنډ نه ورته فنډ ورکول کیږي خو د عملې لا د کار کولو والا پکې کمی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په ټوله بلوچستان صوبه کې د ډي اين اې معلومولو انتظام نه شته"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*