بنګله‌دېش کې د يوې چاودنې له امله ۱۱ کسان مړه شوي

د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې ۱۱ کسان هغه وخت مړه او په لسګونو نور ټپیان شول، چې د یوې تجارتي ساحې د یوه دفتر په ودانۍ کې چاودنه وشوه.

پولیس وايي، د پرونۍ دې چاودنې علت معلوم نه‌دی، خو په باب یې څېړنې روانې دي.

په بنګله‌دېش کې په ودانیو کې مرګونې اورلګېدنې او چاودنې عادي پېښې دي، ځکه په بنګله‌دېش کې زیات وخت د خوندیتوب معیارونه په پام کې نه نیول کېږي.

چاودنه پرون پر ځايي وخت مازیګر مهال د یوې اووه منزله ودانۍ په څلورم منزل کې وشوه او د پولیسو یوه چارواکي باچو میا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي له چاودنې ۴۵ کسان په ټپي حالت کې روغتون ته رسول شوي او یوولسو یې ساه ورکړې ده.

د راپورونو له مخې؛ د یاد هېواد پلازمېنه ډاکه کې چاودنې ۱۱ تنه وژلی او لسګونه نور ټپیان دي. ځايي پولیسو د چاودنې لامل لا نه دی موندلی، خو ویلي یې دي چې څېړنې یې روانې دي.

بر بنیاد گزارش‌ها؛ در نتیجه انفجار در داکه مرکز این کشور ۱۱ تن کشته شده‌اند و ده‌ها تن دیگر زخم برداشته اند. پولیس محل دلیل نوعیت این رویداد را تاکنون دریافت نکرده‌اند و اما می‌‌گویند که تحقیقات آنان ادامه دارد.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بنګله‌دېش کې د يوې چاودنې له امله ۱۱ کسان مړه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*