د پاکستان د پوځ پخوانی افسر او د پروېز مشرف پایلټ په ډزو وژل شوی

د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې هدفي پېښه شوې چې پکې د پاکستان د پوځ هوایي ځواک یو پخوانی افسر او پوځي امر پروېز مشرف پايلټ [ر] لفټننټ کرنل مقرب خان مروت وژل شوی دی. تحریک طالبان پاکستان سمدستي د دې پېښې زمه داري اخستې.

د لکي مروت پولیس دا پېښه تایید کړې او ضلعې پولیسو مشر محمد اشفاق خان دفتر چارواکو وویل دا پېښه مازیګر د لکي مرت ښار په خويېداد خېل سیمه کې شوې چې پکې د پاکستان د پوځ هوایي ځواک یو پخوانی افسر ریټایرډ لیفټننټ کرنل مقرب خان په خپله حجره کې نامالومه کسانو په ډزو وژلی دی.

د هغه کورنۍ وایي چا سره شخصي دښمني نه لري.

د هغه وراره انعام الله وویل نوموړي د اختر مبارکۍ د پاره حجره کې موجود وو په پټ مخ کسان راغلل او په هغه یې ناتاره ډزې وکړې.

دعلاقې خلک وايي د پېښې سمدستي وروسته د بریدکوونکو پرضد چیغه وکړه خو درک یې مالوم نه شو چې چرته وتښتېدل.

د پولیسو وینا ده تر پېښې سمدستي ورسته اضافي ناکې لګول شوي او د لټون عملیات یې پېل کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان دې پېښې زمه واري منلې او د تحریک ویاند محمد خراساني میډیا سره شریک کړي بیان کې ویلي پخوانی افسر مقرب خان د پاکستان پوځ تېر مشر جنرال مشرف نزدې تن وو.

د پاکستان پوځ تر دې مهال د پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو استخباراتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي د لکي مروت سره تعلق لرونکی پخوانی لفټنینټ کرنل مقرب خان مروت د پاکستان د پوځ هوایي ځواک کې د اېوي ایشن افسر وو او کله چې پخوانۍ جنرال پرویز مشرف د پوځ مشر وو هغه سره پیلوټ وو او بیا وروسته د پاکستان د استخبارتي ادارې ایی ایس ایي د مشر سره د پیلوټ په توګه دنده ترسره کوله.

په وروستيو کې دخېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې په ځانګړي ډول لکي مروت د بدامنۍ د پېښو ښکار پاتې شوي دي او د زیاترو بریدونو زمه وارۍ پکې تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

د مارچ په 30مه په لکي مروت ضلع کې په يوه چاودنه کې د پوليسو ډي اېس پي اقبال مومند او درې سپاهيان وژل شوي وو. تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري هم منلې وه.

د مارچ په 21مه دجنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه د وسله والو په یو برید کې دپاکستان داستخباراتي ادارې ایي ایس ایي یو لوړپوړی افسر برېګېډیر مصطفی کمال برکي او د هغه ډرایور هم وژل شوي وو.

څيړونکي وايي، دا هدفي پېښې چې د پاکستان پوځ لوړپوړي افسران پکې په هدف کیږي دا څرګندونه هم کوي، چې ترهګر او د هغوی استخباراتي نېټ ورک هم فعال او منظم ترتیب لري.

خو د لکي مروت د ورستۍ پېښې چې پکې د پولیسو افسر ډي ایس پي وژل شوی وو په تړاوو د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په ټويټر ویلي وو،

“ترهګري نه خو د قابو نه بهر ده او نه به په راتلونکې کې داسې وشي زمونږ وسله وال ځواکونه بشپړ پوره توان لري او په پټو معلوماتو هره ورځ د ترهګرو پرضد عمليات کوي، خو د عملیاتو پاوجود د ترهګرۍ خطرې اوس هم شته خو نوغی به یې اوباسو او ټولې ادارې د يو بل سره په مرسته خپل فرض ترسره کوي”.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان د پوځ پخوانی افسر او د پروېز مشرف پایلټ په ډزو وژل شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*