ترکیه کې د اسلامي نړۍ عالمانو مشورتي ناسته پای ته ورسېده

د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي نړۍ د عالمانو مشورتي غونډه د ۴شنبې په ورځ د یوه ۳ مخیز پریکړه لیک په خپرېدو سره پایته ورسېده.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو استازو د اسلامي هېوادونو پر وړاندې د شته ستونزو، ننګونو او ګواښونو ته د حل لارو د موندلو په تړاو خبرې کړې دي.

د ترکیې د دیني چارو سازمان مشر علي ارباش و ویل: «د اسلامي نړۍ د عالمانو مشورتي غونډه د ننګونو د ارزونې او حل لارو د موندنې په موخه د ترکیې د دیني چارو د ریاست په کوربتوب د روان کال د مې له۱۲مې تر ۱۴مې په استانبول ښار کې جوړه شوه. په دې غونډه کې په اسلامي هېوادونو کې د جګړو په تړاو او پر هغو ننګونو چې، د امت وحدت ګواښي هر اړخیزې خبرې شوې دي.»

له دې سره سم، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د ترکیې د دیني چارو د سازمان له رئیس سره په کتنه کې د اسلامي هېوادونو د ستونزو او ننګونو د حل لپاره د دغه ډول غونډو جوړېدل ګټور وبلل.

د چارو ځینې شنونکي د سیمې او اسلامي هېوادونو د وضعیت د ښه والي لپاره دغه ډول غونډې بې پایلې ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکي سلیم پیګیر طلوع نیوز ته و ویل: « په نړۍ کې واړه اسلامي هېوادنه نه بلکې لوی هېوادونو پرېکړې کوي. نو کله چې لوی هېوادونو د افغانستان او نړۍ په اړه پرېکړه وکړي دوی یې هم ملتیا کوي.»

د اسلامي نړۍ د عالمانو مشورتي غونډه د روانې اونۍ د ۲شنبې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې پیل شوه او پکې د اسلامي امارت د پلاوي په ګډون د پنځوسو اسلامي هېوادونو استازو حضور درلود.

په یاده غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د اسلامي 

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ترکیه کې د اسلامي نړۍ عالمانو مشورتي ناسته پای ته ورسېده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*