د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن په افغانستان کې بشري او د بشري حقونو وضعیت او د ترهګرو ډلو مخ په زیاتیدونکی ګواښ د اندېښنې وړ بللی دی.
هغه نن په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې، په افغانستان کې سوله او ثبات دې ته اړتیا لري چې باوري او پراخ ملي ډیالوګ ترسره ترڅو قانوني نظم او داسې یو پراخ سیاسي سیسټم رامنځته شي چې د خلکو استازیتوب وکړي.
نېکلاسن همدارنګه ویلي، دې ته په پام چې په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بند شوی یا یې فعالیت درول شوی او لږ خبریالان او ډیپلوماټان له دې هېواده راپورونه ورکوي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکونکي، یوناما او د نورو لورو پر حقایقو ولاړ د بشري حقونو پر وضعیت څارنه ډېره مهمه ده.
او
د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یوانایچسيار او بشري مرستندویه شریکانو یې د افغان کډوالو د ستونزو په وړاندې د غبرګون پلان عملي کول پیل کړي دي.
یوانایچسيار په خپله وېبپاڼه کې ویلي چې، د دغه پلان لهمخې د افغان کډوالو په ګډون د ۵،۲ ملیون افغانانو او په سیمه کې د هغو هېوادونو چې د ۲،۷ ملیون افغانانو کوربهتوب کوي، ملاتړ کېږي.
د ۲۰۲۳ کال د افغانستان د وضعیت لپاره د سیمهيیزو کډوالو غبرګون پلان په پنځو ګاونډیو هېوادونو، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ۶۱۳ ملیون ډالرو غوښتنه کوي.
یوانایچسيار ویلي چې، دا هېوادونه د شاوخوا ۸،۲ ملیون افغانانو کوربهتوب کوي چې، له ۲ ملیونو څخه زیات یې راجستر شوي کډوال دي.
ویل شوي چې ډېری دغه کډوال د لسیزو راهیسې په سیمه په تېره بیا اکثره یې په ایران او پاکستان کې اوسي.
لومړی نظر وکړئ on "توماس نېکلاسن افغانستان کې پر بشري وضعيت اندېښنه ښودلې"