جیک سلیوان د سعودي مشرانو سره د یمن د سولې په هلو ځلو غږیدلی

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان په ریاض کې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي او په یمن کې د سولې هلو ځلو په هکله یې ورسره خبرې کړي.

سپینې ماڼۍ یکشنبه مې ۷ (غوایي۱۷) په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې هلو ځلو کې د “پام وړ” پرمختګ شوی.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې د ملي امنیت سلاکار په یمن کې د اوربند په هکله د “پام وړ پرمختګ وارزاوه او د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د جګړې پای ته رسولو روانې هڅې یې وستایلې”.

په یمن کې شاوخوا پنځلس میاشتې کیږي چې د حکومت او حوثي شعیه یاغیانو تر منځ اوربند شوی.

د ښاغلي سلیوان د سفر څخه وړاندې د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ټیم لینډر کنګ هم عمان او سعودي عربستان ته د تیرې اپریل میاشتې په سر کې تللی و چې په یمن کې د سولې د خبرو مخکې وړلو په هلو ځلو د اړوندو چارواکو سره وغږیږي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په ۲۰۱۵ کال کې وروسته تر هغه په یمن کې نظامي مداخله وکړه چې د ایران د ملاتړ څخه برخمنو شعیه یاغیانو په نړیواله پیژندل شوی حکومت د پایتخت صنعا څخه وایست.

د سعودي یو پلاوی چې په یمن کې دایمي اوربند او د جګړې پای ته رسیدل غواړي، تیره میاشت یې په صنعا کې د حوثي یاغیانو د مشرانو سره وکتل.

د دې ډلې جګپوړو مرکچیانو ویلي چې په خبرو کې ډیر پرمختګ شوی او نورې خبرې اترې هم باید وشي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار سعودي عربستان ته د سفر پر مهال د متحده عربي اماراتو او هند د ملي امنیت د سلاکارانو سره هم کتلي دي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د دې ملاقات هدف د داسې خوندي او نیکمرغه منځني ختیځ لپاره د ګډ لیدلوري لرل دي چې د هند او نورې نړۍ سره وصل وي.

د سپینې ماڼۍ دا جګپوړی چارواکی داسې مهال سعودي عربستان ته تللی چې د واشنګټن او ریاض اړیکې د څو موضوعاتو له کبله کله نا کله جنجالي کیږي.

له یوې خوا د اوپیک هیوادونو لخوا چې مشري یې د سعودي عربستان په لاس کې ده، د تیلو په تولید کې کموالی او په ۲۰۱۸ کال کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبریال جمال خاشقي د قتل پر سر د امریکا او سعودي اختلاف هغه څه دي چې د دې دواړو هیوادونو اړیکې یې زیانمنې کړیدي.

په ۲۰۱۸ کال کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګري کې د جمال خاشقجي وژل کیدو واشنګټن قهرجن کړ خو د امریکا د هغه وخت جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له لویو عواقب څخه د ولیعهد او صدراعظم شهزاده محمد بن سلمان په ژغورل کیدو ویاړ وکړ.

د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن هغه استخباراتي معلومات له محرم حالت راویستل چې ښکاره کوي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د هغه هیواد د منتقد جمال خاشقجي د وژل کیدو امر کړی وو.

بایډن تیر کال د جولای په میاشت کې سعودي عربستان ته سفر وکړ او داسې ویل کیده چې بایډن د تیلو د بیې د ټیټیدو په برخه کې د سعودي مرسته غوښتې وه.

ښاغلي بایډن د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سره د کتنې په اړه وویل چې د سعودي ولیعهد ته یې ویلي چې هغه د خاشقجي د وژنې مسؤول ګڼي، خو هغه زیاته کړه چې محمد بن سلمان د دغه خبریال په وژنه کې لاس لرل رد کړي او ژمنه یې کړې چې د دې قتل عاملین به ونیسي.

د امریکا جمهور رئیس وویل: “ما خپل نظر روښانه کړ، ما په واضح ډول وویل، د بشري حقونو په مسله کې د امریکا د یو ولسمشر چوپتیا له دې سره مطابقت نه لري چې موږ څوک یو او زه څوک یم.”

ښاغلي بایډن په انتخاباتي مبارزو کې سعودي عربستان ته د “اجنبي” هیواد نوم ورکړی و. جو بایډن د سعودي عربستان په هکله دا څرګندونې هغه وخت کړې وې چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید و.

وروسته تر هغه چې جمهور رئیس جو بایډن انتخابات وګټل د متحده ایالاتو حکومت د استخباراتي ادارو هغه راپور هم خپور کړ چې پکې ویل شوي و د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژلو اصلي طرحه جوړوونکي و

منبع

لومړی نظر وکړئ on "جیک سلیوان د سعودي مشرانو سره د یمن د سولې په هلو ځلو غږیدلی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*