خیبر پښتونخوا کې د دوو جلا پېښو پر مهال اووه کسان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د ډزو په دوو جلا جلا پېښو کې د ښوونځي د استادانو په ګډون لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.

د ضلعي پولیسو مشر محمد عمران د ازادي‌ راډیو مشال څانګې ته وویل چې دواړه پېښې نن د مې پر څلورمه شوې دي.

د ده په وینا، د پنجشنبې پر ماسپښین شاوخوا یوه بجه نامعلومه کسانو پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي برید وکړ چې په کې د ګېدو سیمې یو اوسېدونکی ووژل شو.

دی وايي، تر دې وروسته په تري منګل سیمه کې پارېدلي کسان یوه دولتي ښوونځي ته ورداخل شول او هلته یې ډزې وکړې چې په کې د څلورو استادانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول.

د عمران په خبره، هغو خلکو دا ګومان کړی وو چې په ښوونځي کې یې د مخالفانو د سیمې استادان د بورډ امتحانونو دنده ترسره کوي، نو ځکه په ښوونځي ورغلل.

د پولیسو مشر وايي چې په ښوونځي کې وژل شوي کسان د کورمې د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وو.

د خیبر پښتونخوا اړوند پاړه چینار کې د وسلوالو دوو بریدونو کې لږه تر لږه ۵ ښوونکو په ګډون ۸ کسان وژل شوي! د خیبر پښتونخوا خرم ولسوالۍ پولیسو مشر محمد عمران رسنیو ته منلي چې د خرم ولسوالۍ اړوند شالوزان او تېرامنګل سیمو کې د وسلوالو دوو بریدونو کې د پنځو ښوونکو په ګډون اته

په خیبر پښتونخوا کې پرون په څو امنیتي پېښو کې څو ښوونکو او پوځیانو ته مرګ ژوبلې واوښتې. په خیبر پښتونخوا کې د اکثرو امنیتي پېښو مسوولیت پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي په غاړه اخلي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "خیبر پښتونخوا کې د دوو جلا پېښو پر مهال اووه کسان وژل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*