د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان ته پلاوی لیږي

د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان ته پلاوی لیږي
د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان ته پلاوی لیږي

د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي ویلي دي چې دغه پلاوی له افغان حکومت سره د ښځو پر کار او زده کړو خبرې کوي.

د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طاها ویلي دي چې د اسلامي فقهې له نړېوالې ټولنې سره په همغږۍ افغانستان ته پلاوی استوي، څو افغان حکومت د ښځو پر کار او زده کړو «قانع» کړي.

نوموړي په موریتانیا کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته ویلي دي چې ځانګړي استازي یې تر دې وړاندې هم طالب چارواکو ته د ښځو د زده کړو او کار پر پریکړي له سره د کتنې پيغام رسولی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان یا OIC پر ټویټر پاڼه د طاها له قوله لیکل شوي: «د اسلامي همکاریو سازمان غړي هيوادونه د بشر دوستانه مرستو په کچه له افغانستانه ملاتړ ته ژمن دي او دا مهمه ده چې د افغانستان اوسني واکمنان د ښځو د کار او زده کړو په اړه پر خپلو پریکړو له سره کتنه وکړي.»

د اسلامي همکاریو سازمان عمومي غونډه پرون پنجشنبې (۲۰۲۳م کال د مارچ ۱۶) په موریتانیا کې پيل شوې چې نن جمعه هم دوام کوي.

سعودي د اسلامي‌ همکاریو سازمان غونډه کې؛‌ افغان حکومت دې د حکومت لمن پراخه کړي’

د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي ‘حسین ابراهیم طاها’ وايي په پام کې ده چې د دې سازمان له خوا د اسلامي دیني عالمانو یو لوی پلاوی افغانستان ته ولاړ شي او طالب چارواکو سره د اسلام له نظره د نجونو د زدکړې او ښځو د کار په اړه خبرې وکړي.

نوموړي چې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته ویلي د خپل استازي له لارې یې له افغان حکومت غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې لا ډېرې هڅې وکړي.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر بیا دې غونډې ته وینا کې له افغان حکومت وغوښتل چې ټول سیاسي لوري حکومت کې شریک او نړیوال دود او دستور مراعات کړي.

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۹ غونډه پرون پنجشنبه موریتانیا کې پیل شوه.

د دې دوه ورځنۍ غونډې په اجنډا کې د افغانستان مسلې ته هم ځای ورکړ شوی.

اسلامي همکاریو سازمان هم لکه د نورو هېوادونو او سازمانونو په څېر د افغان د حکومت استازی نه دی منلی.

د غونډې پر لومړۍ ورځ د دې سازمان سرمنشي ‘حسین ابراهیم’ افغانستان ته د خپل استازي وروستي سفر ته په اشارې وویل چې له افغان حکومت غوښتل شوي چې د نجونو او ښځو په اړه خپلې پرېکړې بېرته واخلي.

هغه وویل “د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان وضعیت او د اجرایوي کمیټې د پرېکړو تطبیق له نږدې څاري. زما ځانګړی استازی طارق علي بخیت تېره اونۍ افغانستان طالب چارواکو ته ویلي چې د بشري مرستو لړ کې به ملاتړ دوام ولري او دا چې افغان حکومت دې د نجونو د زدکړې او ښځو د کار په اړه پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي. دغه راز دې د هر ډول ترهګرۍ پرضد لا ډېرې هڅې وکړي.”

د اسلامي همکاریو سازمان وویل طالبانو سره د اسلام له نظره د ښځو په زدکړو او کار خبرې کوي
د اسلامي همکاریو سازمان وویل افغان حکومت سره د اسلام له نظره د ښځو په زدکړو او کار خبرې کوي

خو هغه وویل طالب چارواکو د تعلیمي نصابونو بیا کتنې او د نجونو د زدکړې لپاره د خوندي چاپېریال رامنځته کولو لپاره د نور وخت غوښتنه کړې ده.

د اسلامي‌ همکاریو سازمان مشر په ټينګار وویل چې دغه سازمان به د زدکړې او کار برخه کې د اسلام له ارزښتونو سره سم د افغان نجونو او مېرمنو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي افغانستان د دیني عالمانو د یوه لوی پلاوی د استولو خبر هم ورکړ.

هغه وویل “موږ به افغانستان کې اړونده چارواکو سره خبرو او خپلو هڅو ته دوام ورکړ. د اسلامي فقهې نړیوال مرکز سره په همغږۍ به د عالمانو یو لوی پلاوی افغانستان ته ولاړ شي چې د ښځو د زدکړې او کار په برخه کې د اسلام د دریځ په اړه خبرې وکړي.”

له دې سره د سعودي عرب بهرنیو چارو وزیر ‘فیصل بن فرحان’ دې غونډې ته وینا کې ټينګار وکړ چې افغان حکومت دې د حکومت لمن پراخه کړي او نورې سیاسي ډلې دې په واک کې شریکې کړي.

هغه وویل “شاهي دولت د افغانستان د امنیت او ثبات پر اهمیت او د هر ډول ترهګرۍ پر غندلو ټينګار کوي. په افغانستان کې چارواکي هڅوو چې ټول لوري سره را ټول، نړیوال نورمونه او کانوانسیونونه مراعات کړي او هغو اساسي حقونو ته درناوی وکړي چې اسلام خلکو ته ورکړي دي.”

د سعودي عرب بهرنیو چارو وزیر وویل افغان حکومت دې د حکومت لمن پراخه او د بشري حقونو درناوی وکړي
د سعودي عرب بهرنیو چارو وزیر وویل افغان حکومت دې د حکومت لمن پراخه او د بشري حقونو درناوی وکړي

د اسلامي همکاریو سازمان داسې مهال افغانستان کې د ښځو او نجونو د کار او زدکړې برخه کې د بندیزونو لرې کولو غوښتنه کوي چې د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال بنسټ هم د نجونو پر زدکړو د بندیز د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی.

سیف دی چلډرن یوه بیان کې ویلي که افغان حکومت د نجونو پر زدکړه بندیز لېرې نه کړي نو افغانستان کې به بې وزلي او په کم عمر د نجونو ودول زیات شي.

د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیم کال په څو ورځو کې په پيلېدو دی.

خو داسې نښې نښانې نه ښکاري چې افغان حکومت دې د نجونو پر زدکړه لګولی بندیز لېرې کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان ته پلاوی لیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*