د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د وسپنې پټلۍ له لارې انتقالات زیات شوي

💬0

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د وسپنې پټلۍ له لارې انتقالات زیات شوي

د اوزبیکستان د وسپنې پټلۍ مسوولین وایي، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د وسپنې پټلۍ له لارې له ۴۱ زرو ډېر واګونونه لېږدول شوي، چې د تېر کال د همدې مودې پرتله نږدې دوه برابره زیاتوالی ښيي.

په دغو واګونونو کې څه باندې ۲.۷ میلیونه ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د تېر کال په ورته موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وسپنې پټلۍ له لارې ۲۰ زره او ۴۱۵ واګونونه توکي لېږدول شوي وو.

د اوزبیکستان د سرخان ‌دریا د وسپنې پټلۍ ادارې مرستیال، شهرت قادروف و ویل: «د ۲۰۲۵ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې شاوخوا ۲۰ زره او ۴۱۵ واګونه لېږدول شوي وو، خو د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې دا شمېر له شاوخوا  ۴۰ تر ۴۱ زرو واګونو ته رسېږي.»

سوداګر په دې باور دي چې د وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو پراختیا د لېږد رالېږد لګښتونه راکموي، د توکو د لېږد خوندیتوب زیاتوي، د لېږد وخت لنډوي او په ټرانزیټي لارو کې ګڼه ګوڼه هم کموي.

سوداګر، ذبیح‌ الله کهمردي و ویل: «د وسپنې پټلۍ له لارې لګښت او وخت دواړه کمېږي. که موټر په ۱۵ ورځو کې یو ځل تګ راتګ کوي، د وسپنې پټلۍ له لارې کولای شو په څلورو یا تر ډېره پنځو ورځو کې یو واګون تش، بار او له پولې بهر کړو.»
بل سوداګر، عصمت ‌الله اسحاقزي و ویل: «دا به د وخت د ضایع کېدو مخه ونیسي، د سوداګریزو توکو کرایه به راکمه کړي او توکي به په خوندي ډول له یوه ځایه بل ځای ته ولېږدول شي.»

په ورته مهال، یو شمېر نور سوداګر د وسپنې پټلۍ پراختیا او د افغان–ټرانس پروژې عملي کېدل د افغانستان د ټرانزیټي اهمیت د لوړولو او د سیمې هېوادونو د نښلولو په برخه کې مهم او اغېزناک بولي.

سوداګر، اسدالله اسدي و ویل: «د افغان-ټرانس وسپنې پټلۍ له تورخم بندر او ایران سره نښلول، د سیمې د هېوادونو په اقتصادي جغرافیه کې یو سټراټیژیک بدلون ګڼل کیږي. دا پروژه به زموږ هېواد له یوه غرني بندښته د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د ټرانزیټ پر زړه بدل کړي.»

دغه موده کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو ترڅنګ، د روسیې، بیلاروس او قزاقستان د توکو ټرانزیټ هم شامل دی او دا کولای شي چې په سیمه‌ییزه سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د افغانستان او اوزبیکستان د وسپنې پټلۍ د لارې ارزښت لا پسې زیات کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د وسپنې پټلۍ له لارې انتقالات زیات شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*