‘د افغانستان او قزاقستان تر منځ سوداګري د تېر کال پرتله درې سوه ميلیونه ډالره زیاته شوې’

د افغانستان او قزاقستان تر منځ سوداګري تر تېر کال درې سوه ميلیونه ډالره زیاته شوې. ” دا خبره پرون (مارچ ۱۲مه) د افغان حکومت د بهرنیو چارو د وزیر او افغانستان ته د قزاقستان د سفیر تر منځ په کتنه کې شوې.

بلخوا د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزیر هم تهران ته په خپل سفر کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د نورو موضوعاتو تر څنګ پر افغانستان هم غږېدلی.

افغانستان ته د قزاقستان سفیر علیم یاسین ګېلديېف د افغان د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري په تېر یوه کال کې ۹۰۰ مېلیونو ډالرو ته رسېدلي چې د تېر کال پرتله ۳۰۰ مېلیونه ډېره ده.

د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ضیاء احمد تکل ویلي، دغه قزاق استازي له افغانستان سره د سیاسي، سوداګریزو او بشري اړیکو او مرستو او افغان محصلینو ته د کلنیو بورسیو د ورکړې د دوام ژمنه کړې.

قزاق استازو روانه اونۍ په ډيلي کې د افغانستان په تړاو جوړې شوې غونډې ته هم د سیمې د امنيتي ثبات په موخه له افغانستان سره د سیمې او نړۍ په مرستو کې د خپل هېواد د ونډې اخیستو له ژمنو سره ګډون کړی و.

د جمهوري دولت له سقوط سره هم‌مهاله ملګرو ملتونو هم یو شمېر دفترونه له افغانستانه ایستلي او په قزاقستان کې يې ځای پر ځای کړي وو.

د بهرنیو چارو وزارت وايي امیرخان متقي بیا په دې غونډه کې د دیپلوماتیکو اړیکو پراخېدو ته هیله څرګنده کړې او په رېل لارو جوړولو کې د قزاقستان د تخنيکي مرستې غوښتنه کړې.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه قزاق استازي ته ډاډ ورکړی چې له افغانستانه چا ته ګواښ نشته او نه يې خاوره د چا په خلاف کارېدی شي.

له دې سره هم‌مهاله پرون د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف تهران ته تللی او له خپل سیال سره د نورو موضوعاتو تر څنګ پر افغانستان هم غږېدلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوې خبرپاڼې کښلي چې په دې کتنه کې ټینګار شوی چې د افغانستان له سولې او ثبات سره به د ګاونډیو هېوادونو په توګه مرستې او همکارۍ ډېروي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "‘د افغانستان او قزاقستان تر منځ سوداګري د تېر کال پرتله درې سوه ميلیونه ډالره زیاته شوې’"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*