د افغانستان او پاکستان کرېکټ سیالۍ؛ افغان خوا د لوبو مهالوېش او لوبغاړي اعلان کړل

د افغانستان کرېکټ بورډ په دوه جلا جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې له پاکستان سره د راتلونکو دریو شل اوریزه لوبو مهالوېش او وروسته بیا د دې لوبو لپاره د چمتووالي په موخه ۲۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د کرېکټ نړیوالې شورا او افغان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې دا لوبې د روانې مارچ میاشتې په ۲۵مه نیټه پیلیږي.

د دغې شل اوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه د مارچ په ۲۷مه او وروستۍ هغه یې د مارچ په ۲۹مه پلان شوې ده.

دا لوبې د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو د شارجې په نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي.

دا به د افغانستان په کوربه توب له پاکستان سره د دریو پرلپسې لوبو لومړۍ لوبلړۍ وي که څه هم دواړه لوبډلې څو ځلې په ګروپي سیالیو کې د یوه بل پر وړاندې مخ شوې دي.

کرېکټ
د عکس تشریح، محمد نبي د پاکستان پر وړاندې د یوې سیالۍ پر مهال

محمد نبي بېرته تمریناتي کمپ ته اخیستل شوی

د افغانستان کرېکټ بورډ د دغه مهمو سیالیو د مهالوېش له خپرولو وروسته نن ‘چهارشنبه’ د دغو لوبو لپاره د چمتووالي په موخه تمریناتي کمپ ته د ۲۳ کسیزه لوبډلې نوملړ هم له رسنیو سره شریک کړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمیټې په کابل کې د خبري غونډې پر مهال وویل “له تمریناتي کمپ وروسته له پاکستان سره لوبیدونکي اصلي لوبډله اعلانوي.”

ځينې افغان لوبغاړي که څه هم له څو ورځو راهیسې په کابل کې په تمریناتو بوخت دي خو په پلان کې ده چې له پاکستان سره د لوبو لپاره وروستی تمریناتي کمپ په متحده عربي امارتو کې تر سره شي.

له رسنیو سره په شریک شوې نوملړ کې ښکاري چې دغه تمریناتي کمپ ته پخوانی افغان لوبډلمشر او مشهور الراونډر محمد نبي هم غوره شوی.

نوموړی تېره میاشت له متحده عربي اماراتو سره په سیالیو کې نه و او دلیل یې هم نه و روښانه.

د افغان لوبډلې لوبډلمشري راشد خان ته ور ترغاړې ده او په اعلان شوې نوملړ کې ښکاري چې د صدیق اتل، ننګیال خروټي، بلال مسعود، نجات مسعود او شاهد کمال په څیر ځينې نوې لوبغاړي به هم تمریناتي کمپ کې وي، خو لا معلومه نده چې کوم نوي لوبغاړي به د سیالیو ډګر ته هم وځي که افغان خوا به په تجربه لرونکو لوبغاړو ډېر تمرکز وکړي.

کرېکټ

د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې مخینه

افغانستان او پاکستان څو ځلې په نړیوالو او اسیایې سیالیو کې له یوه بل سره مخ شوې، دا سیالۍ تر ډېره تر وروستي اووره رسیدلي او بیا پاکستان ګټلي.

په اسیایې او نړیوال جام کې له ګروپي سیالیو ور ها خوا د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبډلې په ۲۰۱۲ کې یوه ورځنۍ خپل منځي او دوستانه لوبه کړې او بیا په ۲۰۱۳م کال کې هم په همدې لوبغالي کې یوه شل اوریزه دوستانه لوبه کې سره مخ شوې چې دواړه پاکستان ګټلي.

له دې پرته که څه هم د دې دوه ګاونډیو هېوادونو تر منځ لوبو ته لېوالتیا ډېره ده خو لوبې یې هسې ډېرې نه دي.

دا لوبې هم له لومړي سره یو ورځنۍ وې خو وروسته د دې لپاره چې راتلونکی اسیایې جام شل اوریز دی دواړو کرېکټ بورډونو په شل اوریزو سیالیو هوکړه وکړه.

له پخوا نه په توپیر دا مهال افغان لوبغاړي له بل هر وخت ډېر له پاکستاني او نورو لوبغاړو سره ښه بلد او له یوه بل سره په ګڼو لیګونو کې لوبیدلي ځکه نو سخته ده چې له لوبې مخکې د کوم خوا تله درنه وبلل شي.

د لوبغاړو له بلدتیا ور ها خوا په ټوله کې افغان لوبډله د شل اوریزو لوبو ښه لوبډله بلل کیږي او تر ډېره باور دا دی چې د متحده عربي اماراتو په ځانګړي ډول د شارجې په نړیوال لوبغالي کې لا ښه ځلیږي.

کرېکټ

د پاکستان کرېکټ بورډ لا خپله لوبډله نده اعلان کړې خو ځینې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد له روان سوپر لیګ سیالیو به ځينې ښه لوبغاړي له افغانستان سره سیالیو ته هم غوره شي.

منبع

1 Comment on "د افغانستان او پاکستان کرېکټ سیالۍ؛ افغان خوا د لوبو مهالوېش او لوبغاړي اعلان کړل"

  1. ذمااتلان ذندابات

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*