«د افغانستان توليداتو ته په قزاقستان کې نندارتون جوړيږي»

آرشیف انځور: د افغانستان غالۍ
آرشیف انځور: د افغانستان غالۍ

د افغانستان د سوداګری او صنعت وزارت وايي چې ټاکل شوې په جولای میاشت کې د افغانستان د توليداتو له پاره په قزاقستان نندارتون جوړ کړي. د منځنۍ آسیا هيوادونو سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه په کوم وضعیت کې ده؟

چارواکي وايي د قزاقستان په آستانه ښار کې دغه نندارتون کې به افغانستان خپل کورني تولېدات نندارې ته وړاندې کړي.

د افغانستان د سوداګری او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي دویچه ویله ته وویل: «په دغه نندارتون کې د افغانستان له پاره ښايي ۲۰ غرفې په پام کې نېول شوي وي، چې په هغو کې به غالۍ، وچې مېوې، د افغانستان طبي نباتات، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې نندارې ته وړاندې شي.»

د افغانستان حکومت د سوداګری او صنعت وزارت وايي، له خصوصي سکټور څخه یې غوښتي چې په دغه نندارتون کې له بشپړ چمتووالي او همغږی سره ګډون وکړي.

قزاقستان سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې

د افغانستان د سوداګری او پانګونې خونې مرستیال وویل، سره له دې چې قزاقستان ته د افغانستان صادرات په ډېره ټېټه کچه دي، خو دا هيواد له افغانستان سره ښې سوداګریزې اړیکې پالي.

د خان جان الکوزي په وینا دا مهال افغانستان د خپل اړتیا وړ خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي او تیل له قزاقستان څخه واردوي.

په قزاقستان کې داسې مهال د افغانستان د کورنیو تولېداتو له پاره نندارتون جوړیږي چې طالب چارواکي وايي افغانستان د روان میلادي کال په پنځو میاشتو کې دوه زره ټنه جلغوزي بهر ته صادر کړي.

د افغانستان حکومت د سوداګری او صنعت وزارت په وینا، د ۲۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د جلغوزیو دغه صادرات امریکا، پاکستان، هند، متحده عربي امارات، ایټالیا او چین ته ترسره شوي دي.

افغان چاروکی داسې مهال دا ادعا کوي چې د افغانستان صادارت منځنۍ اسیا هيوادونو ته لاهم په هغه کچه نه دي چې تمه يې کیږي. خان جان الکوزی په دې اړه وايي: «زموږ صادرات مرکزي آسیا ته بیخي کم دي، ځکه هغه مېوه چې موږ لرو، د مرکزي آسیا هېوادونه یې هم لري، په ټول کال کې منځنۍ آسیا هيوادونو ته زموږ صادرات تر ۱۰ میلیون ډالرو نه لوړیږي.»

په افغانستان کې د جمهوریت له پرځیدو راهیسې بانکي نظام له خنډ او ځنډ سره مخ شوی چې له آمله یې سوداګر نورو هيوادونو ته د پیسو په لېږد کې له ستونزو سره مخ دي.

دغه راز، د افغانستان د صادراتو او وارداتو پروړاندې بل ستر خنډ د سوداګرۍ له پاره د یوې منظمي تګلارې نشتون هم بلل کیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "«د افغانستان توليداتو ته په قزاقستان کې نندارتون جوړيږي»"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*