د افغانستان زعفران نهم ځل لپاره د نړۍ غوره زعفران پېژندل شوي

1
0

لجیم کې د ذایقې نړۍوالې مؤسسې په نړۍوالې سیالۍ کې د هېواد زعفران د نهم ځل لپاره تر نورو کیفیت لرونکی زعفران اعلان کړل.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اټکل لمخې سږکال به هرات کې د زعفرانو حاصلات پنځوس ټنو ته لوړ شي.

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت مرستیال، صدراعظم عثماني وویل: « د افغانستان محصولات نړۍ کې خپل معیارونه لري او دا نهم ځل دی چې د افغانستان زعفران لومړی مقام ترلاسه کړ.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دغه راز وایي، د هېواد ۲۶ ولایتونو کې زعفران کرل کېږي چې د هېواد تر ۹۰ سلنې ډېر د زعفرانو حاصلات په هرات کې تولیدېږي.

له هراته د زعفرانو یو صادرونکي شرکت د افغانستان په استازولۍ په دې سیالۍ کې ګډون کړی و.

د زعفرانو یو صادرونکي شرکت مسوول، نجیب الله رحمتي وویل: « څو کاله کیږي چې موږ له کروندګرو او پروسس کوونکو سره پر دې کار کوو چې څنګه یې وچ کړو او نن مو پایله ترلاسه کړه.» 

افغانستان دغه راز د نړۍ د زعفرانو د دویم تولید هېواد په توګه په تېر یو کال کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۰ ټنه زعفران سعودي عربستان، هند او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر کړي دي.

دامهال په کورنیو بازارونو کې یو کیلوګرام زعفران ۱۲۰زره افغانۍ دي. 

د افغانستان د زعفرانو ټولنې رییس، محمد ابراهیم عادل وویل: « ټول ۲۹زره او ۷۵۰ کیلو زعفران تېرو اتو میاشتو کې د هند، اسپانیا او سعودي عربستان په څېر هېوادونو ته صادر شوي دي.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالوماتو لمخې تېرکال هرات کې نږدې دېرش ټنه د زعفرانو حاصلات راټول شوي وو.

او سږکال هم دغه ولایت کې له اتو زرو ډېره کرنیزې ځمکې باندې زعفران کرل شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان زعفران نهم ځل لپاره د نړۍ غوره زعفران پېژندل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*