د افغانستان ویلچیر باسکټبال لوبډلې اسیایي پارالمپیک ته د لار موندنې سیالیو کې دویم مقام وګاټه

د افغانستان ویلچیر باسکټبال لوبډلې اسیایي پارالمپیک ته د لار موندنې سیالیو کې دویم مقام وګاټه
د افغانستان ویلچیر باسکټبال لوبډلې اسیایي پارالمپیک ته د لار موندنې سیالیو کې دویم مقام وګاټه

د افغانستان پارالمپیک د ویلچیر باسکټبال ملي لوبډلې نن شنبه (۱۳ مې) د کویت له لوبډلې سره په پایلوبه کې مخ شوه.

افغان لوبډلې ۵۶ د ۵۸ نومرو په مقابل کې لوبه د کویت لوبډلې ته بایلوده. دا د دغو سیالیو یوه تر ټولو سخته لوبه وه. که څه هم افغان لوبډله د کویت له لوبډلې مخکې وه، خو په وروستیو شېبو کې کویتۍ لوبډلې پرله پسې څو نومرې واخیستې او له افغان لوبډلې دوه نومرې مخکې شول او جام یې هم د خپل هېواد په نوم کړ.

د افغان لوبډلې لپاره دا لومړی ځل نه دی چې دې مقام ته رسېږي. وړاندې تر دې یې په لبنان کې دوه ځله اتلولي ګټلې او د افغان ښځینه ویلچیر باسکټبال ملي لوبدلې په اندونیزیا کې اتلولي خپله کړې وه.

که څه هم افغان لوبډلې نننۍ لوبه وبایلله خو د اسیایي پارالمپیک سیالیو ته یې واردمخ لار موندلې وه.

افغانستان تر اوسه د دغو سیالیو په لړ کې هېڅ کومه لوبه نه وه بایللې او تر دې مخکې یې خپلې ټولې سیالې لوبډلې د چین ټایپې، کویت، فلیپین، هانګ کانګ او د متحده عرب اماراتو لوبډلې ته په سترو توپیرونو ماتې ورکړي.

دغه سیالۍ په تایلنډ کې روانې دي چې د افغانستان په ګډون د نهو هېوادونو لوبغاړو ګډون پکې کړی دی.

دغه سیالۍ د مې میاشتې په اتمه نېټه پیل او نن د شنبې په ورځ پای ته ورسېدې.

افغان لوبډله تر یوه اوږده ځنډ وروسته نړیوالو سیالیو ته تللې، خو ځواکمنه او بریالۍ څرګنده شوې ده.

د افغان لوبډلې مسؤلین وايي په ډېرو لږو اسانتیاوو او امکاناتو دغو لوبو تیاري نیوله وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان ویلچیر باسکټبال لوبډلې اسیایي پارالمپیک ته د لار موندنې سیالیو کې دویم مقام وګاټه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*